په سوشل میډیا خلکو د نقیب مسود په وژنه خفگان، قهر او تشویش څرگند کړی

نقیب مسود

په کراچۍ کې د ۲۷ کلن پښتون ځوان نقيب الله مسود په وژل کیدو گڼ شمیر خکلو په سوشل میډیا یا د سماجي روابطو په ویب پاڼو د خفگان، قهر او د تشویش څرگندونه کړې ده.

نقیب مسود پولیس دا میاشت د کراچۍ د سهراب گوټ د یو هوټل نه بوتللی و. درې ورځې ورسته د هغه مړ وموندل شو.

پولیس ویلي نقیب مسود سره د ځينې نورو وسله والو پولیس سره په جگړه کې وژل شوی دی خو د هغه خپل خپلوان د پولیس دغه دریځ ردوي.

د نقیپ پلار د پولیس یوې ډلې خلاف ایف ايي ار یا رسمي رپورټ درج کړی دی. د دغه ډلې مشر راؤ انوار دی چې ویل کیږي پټ شوی دی او پولیس یې لټون پیل کړی دی.

په کراچۍ کې دا وخت د مسود قام او نورو پښتنو مشرانو یوه احتجاجي ناسته پیل کړې ده او د نقیب مسود په مرگ د انصاف غوښتنه کوي.

د مسود قام د مشرانو په یوه جرګه کښې ویلي چې تر دا مهال د دوي د قبیلې د ۳۰۰ څخه هم زیات شمیر کسان د پولیسو سره لکه د نقیب مسود په "جعلي" مقابلو کښې وژل شوي. په څرگنده د حکومت په دې اړه څه دریځ مخې ته نه دی راغلی.

سید عالم محسود چې د پښتونخوا د اولسي تحریک مشر دی خپل پر فیسبوک او ټویټر وايي: د نقیب مسود وژونکی راؤ انوار د اسامه بن لادن او ریاض بصره په ډول د پاکستان حکومت لاس ته نه ورځي. کوم حکومت چې میندې ژړوي هغه د میندو په ښیرو کښې به له منځه ولاړ شي.

د پاکستان یو نامتو فلمي ستوری حمزه علي عباسي پر خپل ټویټر د نقیب مسود لپاره د انصاف غوښتنه کوي. هغه وايي د پولیسو څانګه اصلاحات غواړي. پولیسو کښې اصلاحات راویستل به د پاکستان نیمايي ستونځې حل کړي.

د لاهور یوه مدني فعاله (نیمره کاشف ) پر خپل فیسبوک پاڼې لیکي: تر څو به مونږ د خپلو بې ګناه وګړو د پولیسو له لوارې د دروغو یا جعلي وژلو اجازه ورکوو. د پوليسو په خپل سر د زور او زیاتي دغه چلند مخنیوې وشي.

د افغانستان د کابل اوسیدونکی او د پښتو د ادبیاتو پوهنځۍ محصل احمد میلان ساپۍ په خپل ټویټر لیکلي: لر او بر یو افغان زمونږ په رګونو کې يوه وينه جريان لري په کابل کې د شهيد نقيب الله مسود فاتحه واخيستل شوه.