د ناټو عمومي قومندان غزنې ولایت ته سفر کړی

جنرال سکاټ میلر

دافغانستان غزني ولایت چارواکو ویلي په افغانستان کې دناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلرد غزني ولایت ته سفر وکړ.

افغان چارواکو ویلي ،جنرال سکاټ میلر د شورو، چهارشنبې، په ورځ دغزني والي وحیدالله کلیمزي او له یوشمیر نورو امنیتي چارواکو سره د ولایت دامنیتي حالت د ارزونې په هدف لیدنه وکړه.

دغزني والي ویاند محمد عارف نوري له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل په دې لیدنه کې جنرال سکاټ میلر څخه دافغان امنیتي ځواکونو لپاره د اړینو پوځي وسلو، تجهیزاتو،دمخالفینو پرضد په عملیاتو کې دهوايي ملاتړ او همداراز په دې ولایت کې دناټوځواکونو دهوايي ملاتړ دیوې نماینده ګي د جوړیدو غوښتنه وشوه.

نوري زیاته کړه له افغان چارواکو سره په دې ګډه امنیتي غونډه کې جنرال سکاټ ملرهم ژمنه وکړه چې امکاناتو ته په کتوبه دې غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیده ګي کوي.

نوري زیاته کړه "دسیمه ییزو چارواکو له غوښتنې سره سم نن جنرال سکاټ میلرغزني ته سفر وکړه او دسفر هدف هم له نږدې څخه د امنیت په برخه کې دبیلابیلو افغان امنیتي ادارو داړتیاو او دغزني ولایت امنیتي حالت په کابوکولوکې دځايي چارواکو نظریات واوریدل شول اوپه دې برخه کې داړینو اقداماتو دترسره کولو ژمنه وشوه."

غزني ولایت دافغانستان یو له هغو نا ارامو ولایتونو څخه دی چې امنیتي ګواښونه په کې زیات دي اودا مهال د دې ولایت له ۶ زیاتې ولسوالۍ د وسله والو مخالفین تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي.

د والي ویاند عاري نوري ویلي مقر،ګیلان،اب بند،قره باغ،،اندړ،ګیرو،ده یک،زنه خان هغه ولسوالۍ دي چې دطالبانو له لوړ تهدید سره مخامخ دي او سره له دې چې دمرکز په ګډون په دې ولسوالیو کې پراخ پوځي عملیات هم ترسره شوي دي.

نوري وویل "داوس لپاره امنیتي وضعیت ترډیره ترکنټرول لاندې دی خودا په دې معنی نه ده چې ګواښ له منځه وړل شوي دي ګواښونه اوس هم شته خوپه ټوله کې دتیر په پرتله دغزني ښارامنتیي حالت ښه دی اووسله والې نښتې کمې شوي دي."

دغزني د والي ویاند زیاته کړه سره له دې چې وسله وال مخالفین دامهال په ګن شمیر کې لیزرې وسلې په واک کې لري خو که افغان امنتي سرتیرو ته پرمختللې وسلې اوپه کافي اندازه پوځي تجهیزات په واک کې ورکړل شي او ترڅنګ یې دافغان سرتیرو تشکیل ته پاملرنه وشي کولی شي چې دمخالفینو هرډول امنیتي ګواښ ته ځواب ووايي.

دا لومړی ځل دی چې دناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر غزني ته سفر وکړ د جنرال سکاټ میلر له سفر څخه څو ورځې وړاندې دهیواد په جنوب ختیځ کې دناټو ځواکونو قومندان جنرال جانسن هم غزني ولایت ته په خپل سفر کې له افغان چارواکو سره لیدلي و.