د وزیراعظم بیان "چھوٹے موٹے حملے"د مردان ناظم  غندلی ​

د خېبر پښتون خوا د مردان ناظم حمایت الله مایار غوښتنه کړې چې دهېواد په پالیمان کې دې په مردان کې د طالبانو د حملې وروستود وزيراعظم نواز شریف د بیان غندنه وشي - تیره ورځ نواز شريف ويلي وو چې تر هگر وس هم وړې وړې حملې کولې شي- دا خبره نواز شريف په مردان او پېښورکې د طالبانو په حملو کې د څوارلس پښتنو دوژل کیدلو په دویمه ورځ په پنجاب صوبه کې د پرمختگ د یوې منصوبې د پرانستې دستورې ته په وینا کې کوله -

حمایت مایار د ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې کوربه رحمان بونیري ته وویل نه پوهېږي چې نواز شريف ته پښتانه د ځناورو نه هم کم ښکاري – حمایت مایار تپوس وکړو چې د تر هگرو خونړوحملو ته وړې حملې ویونکي به د ترهگرۍ مقابله څنگه وکړي؟

په پاکستان کې طالبان او نور وسله وال تنظیمونه جمهوریت ته د کفر نظام واېي او ددې د منو نکو خلاف جگړې کوي خود یو پښتنون سیاست مدار او دانشور افراسیاب خټک وینا ده په پاکستان کې وسله وال صرف پښتانه په نخښه کوي – افراسیاب خټک اوویل د مترقي پښتنو څخه علاوه په پاکستان کې هر څوک بې د څه ویرې هم جلسې کولې شي او هم جلوسونه وښکلې شي- هغه واېي پښتنو ته په پاکستان کې هېڅ تحفظ نشته- ښاغلي خټک د ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خېبر کې وویل که چري په پاکستان کې ورته تحفظ ورنه کړې وشو نو بیا به د نړیوالو څخه د تحفظ غوښتنه وکړي-

دپاکستان حکومتي او پوځي مشران واېي د ترهه ګرۍ دمخنيوي دملي تګلارې نیشنل ایکشن پلان د لاندې داخستل شوو ګامونو څخه وروستو ترهه ګرو ته یې سخت زيانونه رسولي دي خو د روان کال د شورو څخه په کویټه پیښور او مردان کې په خونړي بریدونو کې په سوونو خلق وژلې شوي چې زیاتره پښتانه وو –

په سوېلي ایشیا کې په ترهگربریدونو کې وژل شوي کسانو شمیره کونکې یوې ویب پاڼې ساوته ایشیا ټیررازم پورټل ويلي دي په تیرو پنځو کالو کې د پاکستان په قباېلي سېمو، پښتونخوا، او بلوچستان کې شپږ نیم زره کسان وژل شوي دي. دغه رپورټ واېي په دغه موده کې د هیواد په پنجاب ایالت کې په ترهګرۍ کې د وژل شوو کسانو شمیره یواځې پېنځه سوه ده-

د ښاغلي حمایت مایار او افراسیاب خټک سره د رحمان بونیري خبرې اتری واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

واشنگټن ټو خیبر خپرونه واورئ

.