د شمالي کوریا سرکاري رسنیو د یکشنبې- اتوار په ورځ ویلي، د هېواد مشر کیم جانګ اون خبرداری ورکړی چې د امریکې پر ضد به تر ټولو "سخته" پالیسي عملي کړي.
د شمالي کوریا مشر دا خبرداری په داسې وخت ورکړی چې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ به شاوخوا درې اوونۍ وروسته واک تر لاسه کوي او سپینې ماڼۍ ته د هغه را ستنېدل له شمالي کوریا سره د لوړې کچې سفارتکارۍ امکانات زیاتوي.
ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په وخت له کیم سره درې ځله د شمالي کوریا د ایټمي پروګرام په اړه خبرې کړې وې خو ډېر کارپوهان وايي، د کیم او ټرمپ د مخامخ خبرو امکان ډېر کم دی، ځکه چې ټرمپ به اول د اوکراین او منځني ختیځ شخړو ته پام وکړي.
کارپوهان په دې نظر دي چې د اوکراین خلاف د روس په جګړه کې د شمالي کوریا ملاتړ هم د سفارتکارۍ د بیا ژوندي کولو د هڅو په وړاندې یو چېلنج دی.
کیم جانګ اون د خپل واکمن ګوند «ورکر پارټۍ» د پینځه ورځنۍ غونډې په مهال چې د جمعې په ورځ ختمه شوه، په خپله وینا کې ویلي، امریکا "تر ټولو رجعتي ریاست دی چې کمونیزم ضد ته د خپل ریاست د نه بدلېدونکې پالیسي په توګه ګوري".
کیم وویل د امریکې، سویلي کوریا او جاپان امنیتي ملګرتیا "د جارحیت لپاره ایټمي پوځ بلاک" ته پراختیا ورکوي.
د کوریا د رسمي مرکزي خبري ایجنسۍ په وینا، کیم وویل، "دا حقیقت په څرګنده دا ښکاره کوي چې موږ باید کوم لوري ته پر مخ لاړ شو، څه باید وکړو او څنګه."
په رپوټ کې ویل شوي چې د کیم وینا د شمالي کوریا له اړخه د خپلو اوږدمهاله ملي ګټو او امنیت لپاره "د امریکې خلاف د تر ټولو سختو جوابي اقداماتو تګلاره روښانه کړه چې په جارحانه انداز به پیل شي".
د کوریا مرکزي خبري ایجنسۍ د امریکې ضد په اړه د کیم د پالیسۍ وضاحت نه دی کړی، مخو وایي کیم د دفاعي ټیکنالوجۍ د پرمختګونو له لارې د پوځي وړتیا د زیاتولو لپاره کارونه ټاکلي او د شمالي کوریا د پوځیان د ذهني سختۍ د بهتره کولو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
د ټرمپ او کیم تر منځ پخوانیو غونډو د دوی تر منځ د تودو خبرو او د یو بل د ملک د تباه کولو د ګواښونو تبادلې ختم کړې، خو دوی تر خپل منځ شخصي اړیکو ته وده ورکړه.
د ټرمپ دا خبره ډېره مشهوره شوې وه چې یو ځل یې ویلي وو، هغه او کیم "پر یو بل مینان شول"، خو اخر په 2019م کې د دوی خبرې ختمې شوې، ځکه چې دواړو پر شمالي کوریا د امریکې په مشرۍ بندیزونو باندې شخړه وکړه.
شمالي کوریا له هغه وخت راهیسې د خپلو ایټمي وسلو د تجربه کولو فعالیتونه ګړندي کړي چې مقصد یې امریکې او د هغې متحدین په نخښه کول او نور د باور وړ ایټمي میزایل جوړول دي.
امریکې او جنوبي کوریا د خپلو دوه اړخیزو پوځي مشقونو او د جاپان په ګډون د درې اړخیزو مشقونو په پراخولو سره شمالي کوریا ته جواب ورکړ. دې کار د پیانګ یانګ سخت غبرګونونه راو پارول او د امریکې په مشرۍ دا ډول مشقونه یې "د یرغل مشقونه" وګڼل.
د شمالي کوریا له ایټمي وسلو د خلاصون هڅې هغه وخت لا نورې پېچلې شوې چې دې هېواد له روس سره د اوکراین خلاف جګړه کې پراخې پوځي همکارۍ وکړې.
د امریکې، اوکراین او جنوبي کوریا د ارزونو له مخې، شمالي کوریا د اوکراین په خلاف د جګړې د ملاتړ لپاره تر 10,000 ډېر پوځیان او د روایتي وسلو سیسټمونه ماسکو ته لېږلي دي.