د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي، دا عملیات په 28مه فرورۍ د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان غلام خان کلي کې د ترهګرو د موجودیت په خفیه اطلاع شوي دي.
پوځ ویلي د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو د ترهګرو ځاله په بریالیتوب سره په نښه کړې اؤ شپږ ترهګر یې وژلي دي.
پوځ پخپل بیان کې وژل شوي کسان د خوارجو په نوم یاد کړي اؤ د هغوي نوره هیڅ پېژندګلو یې مخې ته نه ده راوړې خو ویلي یې دي چې هغوي په امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ د بېګناه وګړو په وژنو کې هم لاس درلود.
پوځ دعوه کړې ده چې د وژل شوؤ څخه یې وسلې اؤ چاودیدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
پوځ شمالي وزیرستان کې د شپږو ترهګرو د وژلو دا دعوه په داسې حال کې کړې چې هم پرون د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې یو ځانمرګي برید اؤ دوه بمي چاودنې شوي چې په لسګونو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د خېبر پښتونخوا د نوښار په اکوړي سیمه کې د دیني مدرسه دارالعلوم حقانیه کې شوي ځانمرګي برید کې د جمعیت علماء اسلام (س) ډلې مشر مولانا حامد الحق اؤ پینځه نور کسان وژل شوي اؤ پولیس وایي 20 کسان نور ژوبل شوي هم دي.
د خېبر پښتونخوا هنګو سما ماموزئ سیمه کې هم پرون یوه بمي چاودنه شوې وه چې پکې یو تن وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.
همدا شان د جمعې په ورځ کوټه کې هم د امنیتي ځواکونو د یو ګاډي تر څنګ بمي چاودنه کې د ایف سي د یو عسکر په ګډون 10 کسان ژوبل شوي وؤ.
پاکستان کې د ترسره شوؤ وروستیو زیاتره ترهګریزو بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان ، وسله والې ډلې داعش اؤ بلوڅ بیلتون پاله ډلو قبولې کړې دي.
د پاکستان دولتي اؤ پوځي چارواکي وخت په وخت تورونه لګوي چې د پاکستان مخالف ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي اؤ د افغان طالبانو نه غوښتنې کوي چې باید ددغو ترهګرو په ضد رغنده ګامونه واخلي.
خو د افغان طالبانو حکومت وایي چې دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې خاوره یې د کوم بل هیواد پرضد استعمال کړي اؤ پاکستان کې د ترهګرۍ روان بهیر د پاکستان خپله ناکامي بولي.