په شمالي وزیرستان کې بم چاودنې درې پاکستاني پوځي عسکر ووژل

د پوځ د مطبوعاتو څانگې وویل د پوځ عسکر د معمول گزمې یا گشت په مهال د ايي ايي ډي یا د دېسې بم د چاودیدو له امله ووژل شو

د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د سړک په غاړه بم چاودنه کې د پاکستان پوځ درې عسکر وژل شوي او یو بل عسکر زخمي شوی دی.

د پوځ د مطبوعاتو څانگې وویل د پوځ عسکر د معمول گزمې یا گشت په مهال د ايي ايي ډي یا د دېسې بم د چاودیدو له امله ووژل شو.

پوځ دا معلومات شریک نکړل چې دغه چاودنه د شمالي وزیرستان په کومه برخه کې شوې ده.

ایا کومې ډلې د چاودنې ذمه واري منلې ده؟ په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

څه موده وړاندې د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف د "ضرب عضب" په نوم عملیات کړې دي او ویلي یې دي چې سیمه د وسله والو نه خالي کړی شوي ده خو د دې باوجود هم په علاقه کې وخت په وخت د تشدد پېښې کېږي.

تېره هفته د په شمالي وزیرستان کې په دوو بېلا بېلو حملو کې د پوځ څلور عسکر ووژل شو او یوه ورځ وورسته، د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ تحصیل کې په رکشه ډزو کې د فرنټیئر کانسټېبلري (اېف سي) دوه عسکر او یو ملکي کس ووژل شو.

د شمالي وزیرستان د تېرې هفتې حملو ذمه واري حزب الاحرار وسله والې ډلې منلې ده.