د پاکستان پوځ دعوه کړې چې افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې ترسره شوي دي.
آي ایس پي ار پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې خو هغوي یې د خوارجو په نوم یاد کړي چې دا نوم له تېرو څو میاشتو راهسې پاکستان کې امنیتي ځواکونه عموماًد ټي ټي پي د وسله والو لپاره کاروي.
پوځ دعوه کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.
د پوځ بیان کې ویل شوي چې وژل شوي وسله وال په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ د بېګناه خلکو وژنه کې ککړ وؤ.
تر دې وړاندې په اووم نومبر هم د پاکستان پوځ ویلي وؤ، د افغانستان سره په پوله جنوبي وزیرستان سیمه کې یې د وسله والو سره نښته شوې چې څلور پوځيان وژل او پينځه وسله وال پکې وژل شوي.
د نومبر په دویمه نېټه هم د بر جنوبي وزيرستان سروېکۍ سيمه کې بريد شوی و، چې پکې يو پوځي افسر او 11 نور پوځیان ټپيان شوي وو.
له دغه بريد وروسته، پوځ د څلورو بريد کوونکو د وژلو دعوه کړې وه.
پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ یوه ورځ وړاندې د خالي یا شنبې په ورځ هم د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د ریلوی سټېشن دننه په پوځيانو یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې د14 پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي اؤ تر 60ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.
ددغه برید پړه بیلتون غوښتونکې بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې وه.
تر دې وړاندې د اکتوبر په شپږمه نیټه بي ایل اې د کراچۍ هوایي ډګر نه بهر د چینایي وګړو په قافله د شوي هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم پغاړه اخستې وه چې دوه چینایي وګړي پکې وژل شوي وؤ اؤ یو بل د چین وګړی پکې ژوبل شوی ؤ.
له دغه برید وروسته بي ایل اې خبریالانو ته په لیږل شوي بیان کې دعوه کړې وه چې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کراچۍ له نړيوال هوايي ميدانه تلونکو د چينايانو له کاروان سره جنګولی اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.
ددغو بریدونو پړه هم یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې دعوه کړې وه چې بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه وه تایید کړې.
خو په خېبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې چې په امنیتي ځواکونو کوم بریدونه کیږي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.