شمالي وزيرستان کې"ضرب عضب" اپرېشن ، او د سياسي گوندونو غبرگون

پرويز رشيد وئيلي وزيراعظم نوازشريف به د شمالي وزيرستان په اپرېشن د گل په ورځ قامي اسمبلۍ کې سياسي مشران په اعتماد کې اخلي ،

په داسې حال کې چې د نوازشريف حکومت د وسله والو طالبانو سره مذاکرات ختم شوي ، او د افغانستان په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د حکومت په حکم پوځ د اتوار په ورځ د ترهگرو په ضد د "ضرب عضب" په نوم عمليات پېل کړي ، د پاکستان ځينې سياسي گوندونو د حکومت د دغې گام هرکلی کړی ، او ځينو پرې ناخوښي او تحفظات څرگند کړي دي .
د عوامي نيشنل پارټۍ سينېټر زاهد خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د شمالي وزيرستان د عميلياتو د پرېکړې په اړه ووئيل ، حکومت له پکار وه چې پارليمان يې په دغه خبره په اعتماد کې اخېستې وی .
خو چې حکومت دغسې ونه کړل او اپرېشن يې پېل کړو ، نو وس پکار ده چې په وسله والو ترهگرو کې ښه او بد پکې ونه گوري ، کنه د اپرېشن نتيجې به گټورې نه وي .

نوموړي ووئيل پاکستان له دا هم پکار ده چې افغانستان په دغو عملياتو په اعتماد کې واخلي . د دې سره حکومت دې د طالبانو سره د مذاکراتو د ناکامۍ علت په ډاگه کړي ، او حکومت دې د اپرېشن له امله د سيمې څخه د کډوالو دپاره بندوبست هم وکړي ، څنگه چې د سوات د اپرېشن په مهال زمونږ د هغې وخت حکومت کړی ؤ .
په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر د پيپلزپارټۍ خورشيد شاه وئيلي ، حکومت په اعتماد کې نه يو اخيستي ، خو بيا هم د حکومت د اپرېشن د پرېکړې ملاتړ کوؤ .
متحده قومي مومنټ ډلې د حکومت د اپرېشن د پرېکړې ډاگيز هرکلی کړی ، او وئيلي يې دي ټول قوم په دغې جنگ کې د پوځ سنگ په سنگ ولاړ دی .
د خېبرپښتونخوا د حکومتي واکمنه گوند تحريک انصاف د اطلاعاتو سيکترې شيري مزاري وئيلي ، وزيراعظم نوازشريف د شمالي وزيرستان په اپرېشن د عمران خان په گډون يو سياسي مشر هم په اعتماد کې نه دی اخېستی ، او په يواځې سر يې دغه پرېکړه کړې ده .
نوموړې وئيلي د گل په ورځ به د پارټۍ د کور کميټۍ په غونډه کې خپله راتلونکې تگ لاره اعلانوي .
د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په خپل غبرگون کې وئيلي د اپرېشن فېصله د خفگان وړ ده ، او حکومت له د اپرېشن نه وړاندې د خييرپښتونخوا حکومت سره ضرور صلاح پکار وه .
بل لورته د اطلاعاتو مرکزي وزير پرويز رشيد وئيلي وزيراعظم نوازشريف به د شمالي وزيرستان په اپرېشن د گل په ورځ قامي اسمبلۍ کې سياسي مشران په اعتماد کې اخلي ، او د ځيني سياسي گوندونو لخوا دا وئيل چې د لمړۍ نه خبر نه ؤ ، دا بې بنياده خبره ده .
شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن د اعلان سره سم يوې خوا ته که د سياسي ډلو لخوا بيل بيل غبرگون مخې ته راغلی ، نو بلې خوا ته په سوشل ميډيا فېس بک او ټويټر باندې هم دغه بحث تود روان دی .
په ټويټر که ډېر کسان د حکومت دغې گام ته په ښه نظر گوري او پوځ سره د يو والي او ملاتړ خبره کوي ، نو ځينې بيا وايي د جنگيالو په ضد د عملياتو لړۍ دې د وزيرستان نه علاوه په نورو صوبو کې د لاقانونه گرځول شوؤ طالب پلوه ډلو ، او پنجاب کې د طالبانو د پټو ځايونو پورې وغځول شي .
شمالي وزيرستان کې د اتوار او خالي په منځنۍ شپه کې د جنگيالو په پټو ځالو د جيټ الوتکو د لارې د ترسره شوؤ فضائي عملياتو په اړه د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار په خپل يو تازه بيان کې وئيلي ، چې تېره شپه د ترهگرو اته ځايونه په نخښه کړی شوي ، او ۱۰۵ ترهگر پکې وژل شوي ، چې زياتره پکې ازبک دي .
ائي اېس پي ار د "ضرب عضب" اپرېشن په اړه وئيلي ، چې پوځ د شمالي وزيرستان او نورو قبائيلي علاقو ترمينځ لارې نيولي ، چې ترهگر بهر لاړ نه شي . او د ميرعلي او ميران شاه علاقو سره يې په سيمه کې د ترهگر ټولې ځالې په گېره کې اخيستي دي .
ائي اېس پي ار زياته کړې د سيمي څخه د کډې کېدونکو خلکو دپاره يې د ځايي انتظاميي سره رجسټرېشن مرکزونه او کيمپونه جوړ کړي ، او د وسلې اېښودونکو جنگيالو دپاره يې هم مرکزونه قائم کړي دي .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ترمخه په سيمه کې فضائي څارنه روانه ده ، او افغان ځواکونو ، افغان ملي اردو او سرحدي پوليسو ته هم خواست شوی چې د هاغې مخ نه پوله وتړي چې ترهگر د پولې پورې مخ ته ونه تښتي .
د دې ترڅنگ افغان ځواکونو ته د کونړ او نورستان سره په نورو سيمو کې د ټي ټي پي د ترهگرو په ضد د عملياتو او گامونو اخيستو هم وئيل شوي دي .