د بې باورۍ په حال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تعلقاتو ښه کېدلو نوي اميدونه

د پاکستان او افغانستان دچارواکو تر منځ په کابل کې د ملاقاتونو او د صدر اشرف غني لخوا د پاکستان وزيراعظم ته د بلنې ورستو ځيني څېړونکي قیاس کوي چې اړیکې به ښه شي خو که په یو بل بې باوري ختمه شي. خو بل لوري ته په خپله د کابل له اسلام اباد څخه په هغه پخوانۍ غوښتنه کې هيڅ بدلون نه دی راغلی چې پاکستان دې د افغان طالبانو او د هغو ترهگرو ډلو مرسته ختمه کړي چې په افغانستان کې افراطیت ته وده ورکوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلا کار ناصر جنجوعه کابل ته د سفر په مهال د افغانستان د اجرایه ریس د دفتر یو چارواکي جاوېد فېصل ويلي دي افغان مشران به پاکستاني مشرانو ته وریادوي چې خپل زاړه لوظونه وپالي:

"مونږ به بیا هم له پاکستان سره دا بحث مطرح کوو چې هغوی دې له افغان طالبانو او له هغو ترهگرو ډلو څخه چې په افغانستان کې تروریزم او افراطیت ته وده ورکوي، مرسته ونه کړي"

د پاکستان او افغانستان په چارو نظر لرونکی څېړنکار ، رحیم الله یوسفزی وايي په داسې حال کې که دواڼه هېوادونه په یو بل اعتبار نه کوي نو د اړيکو سمېدلو ته خوشبیني پکار نه ده، هغه وي او ای ډیوه ته وویل، البته د بې باورۍ نه ختمیدلو په لار کې ډېر خنډان دي:

" افغانستان دا وايي چې د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد استعمالیږي، پاکستان دا وايي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او هغويي بیا د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمالوي"

د ښاغلي یوسفزي په خیال د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ په ليکه د پاکستان لخوا د ازغن تار لگولو نه علاوه د هندوستان په افغانستان کې سوا کیدونکی کردار هم د دواڼو هېوادونو تر منځه دتاو تریخوالي نه ختمیدلو یو علت دی.

هر څو که د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د روان کال په شورو کې ويلي وو:

"د امریکې د اربونو ډالرو د امداد په ځواب کې پاکستان یوازې د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی ، او د امریکايي امداد په بدل کې پاکستان مونږ ته د دروغو او درغلۍ نه علاوه هیڅ نه دي راکړي" خو روانه میاشت دوه لوړ رتبه امريکاي چارواکو په سیمه کې د پاکستان کردار ته مثبته اشارې کړي دي.

روانه اونۍ د امریکايي ځواکونو د مرکزي کمانډ مشر جنرل جوزف ووټل وویل د ترهگرو سره د پاکستان د ملاتړ ختمولو دپاره د امریکې د فشار مثبتې نتيجي ويني. جنرل ووټل د امریکې د سېنېټ د پوځي چارو کمیټۍ ته په یو لیکل شوی بیان کې وويل:

"د جنوبي ایشیا د تگلارې په زریعه چې کوم فشار په پاکستان اچول شوی دی، او په ډاگه چې ځینې رابطې شوي دي، نو د هغويي د توجه په راگرځولو کې یې مرسته کړې ده... مونږ ځینې مثبت اثرات لېدلي دي"

هم د روانې میاشتې په سر کې د جنوبي او منځني ایشیا دپاره دامریکا دباندينو چارو مرستیالې وزیرې ایلس ویلز ويلي وو په افغانستان کې د سولې په ځای کولو کې دپاکستان کردار اهم دی. هغې وویل واشنگټن ددغه کردار پیاوړي کولو په خاطر د اسلام اباد سره په رابطه کې دی:

"موږ په تمه یو که پاکستان یو داسې گام واخلي چې له امله یې طالبان دسولې خبرو ته کیني"

صدر اشرف غني د فرورۍ د میاشتې په ٢٨مه د کابل پروسې غونډې ته په خبرو کې طالبانو ته یو ډاگيزه وړانیز کړې وو. د صدارتي ماڼۍ ارگ ترمخه ښاغلي غني طالبانو ته ويلي وو:

"د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی"

ښاغلی یوسفزی گمان کوي تر اوسه پورې د طا لبانو لخوا دغه وړانديز ته د کوم ځواب نه ویلو یو علت دا کېدې شي چې طالبان لا په خپلو کې په ځواب ویلو سلا شوي نه وي:

" په طالبانو کې هم یو شمېر ډلې دي"

د افغانستان صدر ښاغلي اشرف غني په کابل کې د پاکستاني پلاوي سره د ملاقات ورستو په یو ټويټ کې وویل چې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته یې د افغانستان د سفر رسمي بلنه ورکړېده :

"ددې مقصد د دوه ریاستونو تر منځه هر اړخيزه مذاکرات شورو کول دي"

د څېړونکو په خیال ښاغلی غني د "دوه ریاستونو تر منځه د مذاکراتو" په کلیمه کارولو کې یو سفارتي پیغام لري او هغه دا چې افغانستان د پاکستان سره مذاکرات کول غواړي د پاکستان د پراکسیز (پټو ساتل شوو ملگرو) سره نه.

ښاغلی یوسفزی وايي چې د صدر اشرف غني د پاکستان وزیراعظم ته بلنه خو ښه خبره ده خو په خپله افغان مشران به کله د پاکستان سفرونه وکړي:

" اشرف غني به بیا پاکستان ته کله راځي، ډاکټر عبدالله به پاکستان ته را هم شي او کنه؟" د ښاغلي یوسفزي مطابق اجرایه رئیس عبدالله ته پاکستان څو ځله بلنه ورکړې ده خو هغه نه دی راغلی.

د څېړنکو په خیال په داسې حال کې چې کابل، واشنگټن او په ظاهره اسلام اباد په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره په کوښښو بوخت دي دطالبانو خپل منځه نفاق د سولې د پروسې تر ټولو لوی چیلنج معلومیږي.