پاکستان_يو وران کاری ملګری: نیویارک ټایمز

دا سرلیک د امريکا د معتبرې ورځپاڼې نيويارک ټايمز د جون د پنځمې نېټې سرمقالې یا اداريې ته ورکړل شوی. اداريه وايي پاکستان يو داسې وران کاری ملګری دی چې سر يې نه دی معلوم.

اداریه لیکي پاکستان د اوږدې مودې راهیسې امریکا ته ستونزې جوړوي، خو ایا امریکا باید د ترهګرو د ځپلو په لاره کې له دوی سره مرسته وکړي او که د ترهګرو ډلو سره د دوی د اړیکو له امله باید پرې مرستې ودروي؟

د ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی به له پاکستان سره هر ډول پوځي مرستې چې په کال کې ۱.۳ میلیاردو ډالرو رسیږي ودروي.

دې ته ورته اعلانونه د تیرو ۱۶ کالو په موده کې په وار وار د پاکستان په اړه شویدي ځکه چې له ځانګړو ترهګرو ډلو څخه د پاکستان په ملاتړ کولو سره امریکا تل خفه شویده.

خو د ټرمپ د بړبړ او ایغ شوي دریځ څخه دا انګیرل کیږي چې ښاغلی ټرمپ اوس د کړې پریکړې د پلي کېدو لپاره کار کوي.

اخبار په خپله سر مقاله کې لیکلي افغانستان ته کابو هره پوځي الوتنه د پاکستان له فضا نه تیریږي. زیات اکمالات د پاکستان د سړکونو او اورګاډو له لیارې ترسره کیږي. پاکستان کولای شي په امریکا باندې دغه لارې چې هر وخت یې زړه وغواړي بندې کړي او ځینو پاکستاني چارواکو دداسې کړنو ګواښونه هم کړیدي.

پاکستان په ورته وخت کې له چین سره چې لا دمخه یې په پاکستان کې په سترو پروژو کې پانګونه کړېده نور هم نږدې کیدای شي، د امریکا په لګښتونو خپله نړیواله رهبري پراخوي او له هند سره خپله سیالي پرمخ وړي.

په حقیقت کې د ټرمپ له دې پریکړې سره به امریکا له پاکستان سره د خپلې اوږدې مودې له شراکت نه ګوښه او ګټه به یې چین ته ورسیږي.

ولسمشر ټرمپ د اندېښنې په څرګندولو کې ډیر ښه دی لکه څرنګه چې یې د خپل نوي کال په ټویټ کې پدې اړه ښودلې وه.

ټرمپ په خپل دغه ټویټ کې ویلي وو ٫٫ امریکا په احمقانه توګه د تیرو ۱۵ کالو په موده کې له پاکستان سره د ۳۳ میلیاردو ډالرو مرسته کړېده خو هغوي زمونږ مشرانو ته له درواغو او دوکې پرته بل څه نه دي ورکړي. پاکستان هغو ترهګرو ته پټنځي ورکړي د کومو پرضد چې امریکا په افغانستان کې جګړه کوي. نور به داسې نه کیږي.٬٬

تر یوه بریده ښاغلي ټرمپ ريښتنې حقیقت ته ګوته نیولې خو هېڅ داسې باور یې نه دی ورکړی چې دده له خبرو سره به حالات نور هم نه خرابیږي. امریکا تر دې مخکې په ۱۹۹۰ م کال کې هغه مهال په پاکستان باندې مرستې بندې کړې کله چې یې د اټومي وسلې ازموینه وکړه او په کې پوځي کودتا ترسره شوه.

په دغه مهال د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې ډیرې خرابې او باور ختم شوی و خو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې وروسته اړیکې بیرته په یوه شپه کې جوړې شوې.

امریکا له پاکستان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پرضد جګړه کې خپل لوری وټاکي او له افغانستان سره په پوله باندې د ترهګرو د پټنځایونو پرضد جګړه کې ددوي پر لوري ودریږي. پاکستان هم دا وړاندیز ومانه او په بدل کې یې یوځل بیا له پاکستان سره زیاتې نوې مرستې وشوې. تر هغې راوروسته پاکستان دوه مخی سیاست یا ډبل ګیم غوره کړ. له امریکا څخه یې پیسې ترلاسه کولې خو د هغو ترهګرو ملاتړ به یې کاوه کومو به چې په افغانستان او کشمیر کې د پاکستان ګټې خوندي کولې.

نیویارک ټايمز وړاندې ویلي په ۲۰۱۴ کال کې بلاخره د پاکستان پوځ د هغو پاکستاني طالبانو پرضد سخته پوځي جګړه پیل کړه چا چې د پاکستان دولت ګواښه. پدغې جګړه کې زیاته مرګ ژوبله رامنځ ته شوه. خو د پاکستان امنیتي ادارو د حقاني شبکې ملاتړ ته دوام ورکړ. حقاني شبکه هغه ترهګره شبکه ده چې په افغانستان کې یې امریکايي ځواکونه وژلي او د افغانستان په ډیرو ښارونو کې د سترو ترهګریزو بریدونو مسوله ده.

د پاکستان نورې دوکې دا وې، چې د پاکستان امنیتي ادارو د لشکر طیبه توندلارې ډلې ملاتړ هم کاوه چاچې په هند او کشمیر کې بریدونه ترسره کول.

پاکستان پدې کې پاتې راغی چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن ځای ومومي. بن لادن د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر وخت په ایبټ اباد کې د پاکستان د ستر پوځي مرکز سره نږدې ووژل شو.

په نومبر کې د پاکستان یوې محکمې د ترهګرې ډلې د مشر حافظ سعید د خوشې کېدو حکم وکړ. حافظ سعید د هندوستان د ممبۍ ښار د ۲۰۰۸ کال په ترهګریز برید تورن شوی و.پاکستان لس میاشتې حافظ سعید په خپل کور کې نظر بند ساتلی و.

په ورته وخت کې کله چې پاکستاني ځواکونو په روان مني کې هغه کاناډایي امریکايي کورنۍ د برمته کونکو له منګلو ازاده کړه نو د پاکستان حکومت له دې څخه انکار وکړ چې یو له برمته کونکو څخه امریکا ته وسپاري.

همدارنګه پاکستان حقاني شبکې او هغو ترهګرو ته پناه ورکړې کوم چې په افغانستان کې، چېرې چې ټرمپ په دې وروستیو کې د نورو سرتیرو د لیږلو پریکړه کړې جګړه کوي.

دې جګړې ۱۷ کال دوام وکړ او پدې وروستیو کې د داعش راښکاره کېدو دا روانه جګړه لا پسې پېچلې کړه. ولسمشر ټرمپ یواځینی کس نه دی چې داسې سپین سپین غږیږي.

په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د پوځ پخوانی لوی درستیز اډم مایک مولن د سنا کمیټې ته ویلي و چې د حقاني شبکه د پاکستان د امنیتي ځواکونو دوهم ډول ځواک دی. هغه ویلي وه: ٫٫ هغه توندلارې ډلې چې د پاکستان د حکومت لخوا یې ملاتړ کیږي په افغان سرتیرو، ملکیانو او امریکايي سرتیرو باندې بریدونه کوي.٬٬

ولسمشر ټرمپ ته دا اسانه نه ده چې له پاکستان څخه مخ واړوي ځکه پاکستان کله کله د نړۍ د یوه چټک پرمخ تلونکي اټومي ځواک په توګه مهم استخباراتي معلومات هم شریک کړیدي.

دا به د وخت له تېریدو سره څرګنده شي چې ایا پاکستان به د امریکا د مرستو له بندېدو سره همکاري وکړي او که څنګه؟

ځینې پاکستاني چارواکو د ټرمپ ددغه اعلان په مقابل کې له قهره ډک غبرګون څرګند کړی چې د حیرانتیا خبره ده خو د جمعې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د دواړو هېوادونو په وړاندې د شته ګواښونو په برخه کې دوه اړخیز درناوی او زغم ضروري ګڼلی.

ښاغلی ټرمپ له پاکستان سره په نورو رغنده او ډپلوماټیکو لارو هم غور کولای شي چې یوه لاره به دا هم وي چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو سره د خپلې ملګرتیا په مرسته کار وکړي چې د حقاني په شبکه باندې د خلیجي هېوادونو څخه مالي مرستې بندې شي.

د مقالې په اخره کې لیکل شوي چې پدې اړه باید په رښتیا هم خبرې او مذاکرات وشي نه دا چې یواځې په خوله چغې ووهل شي.