په پاکستان کې حکومت د راتلونکو 15ؤ ورخو لپاره د ډيزلو بیعه په لیټر کې پینځه روپۍ لوړه کړې خو د پټرولو بیعه یې پخپل ځای ساتلې ده.
د خزانې وزارت د اعلامیې له مخې د هاي اسپيډ ډیزلو بیعه کې د پينځوؤ روپو د اضافې سره اوس د یو لیټر ډیزلو بیعه 247 روپو اؤ دریوؤ پيسو ته رسېدلې ده.
تېره اوونۍ پاکستان کې د تېلو نرخ کې د اضافې امکان ښودل شوی ؤ اؤ د هغې بنیادي وجه منځني ختیځ کې د روان تاو تریخوالي اؤ ناورین له امله نړیوال مارکیټ کې د تېلو د بیعو لوړېدل ښودل شوي وؤ.
پاکستان کې هر پينځلس ورځې وروسته د تېلو نوې بیعې تړل کیږي.
په 30م ستمبر حکومت پټرول په ډیزل کې دوه روپۍ اؤ ډیزل درې روپۍ اؤ څلویښت پيسې ارزان کړي وؤ.
په 15م ستمبر بیا حکومت د تېلو بیعې زیاتې غورځولې وې اؤ په یو لیټر پټرولو کې یې د 10 روپو اؤ په ډیزلو کې یې د 13ؤ روپو اؤ 6 پیسو د کمي اعلان کړی ؤ.
تر هغې وړاندې په 31م اګست کو حکومت د یو لیټر پټرولو نرخ 1.86 روپۍ او د ډیزلو نرخ 3.32 روپۍ ارزان کړی ؤ.
په 15م اګست هم د پیټرولو نرخ کې د لیټر پسر د 8.47 روپو او د ډیزلو نرخ کې د 6.7 روپو د کمي اعلان شوی ؤ.
سږکال د جون د میاشتې نه تر اوسه حکومت د پټرولو بیعې په مجموعي توګه په یو لیټر کې 21.23 روپۍ اؤ د ډيزلو بیعې 18.67 روپۍ غورځولې دي.