په اوسلو کې چې ظریفې غفاري د هیلري کلنټن خبره قطع کړه او په احساساتي انداز کې ناستو میلمنو ته مخاطبه شوه نو په مخ یې مسکا او سترګو کې یې د اعتماد رڼا لیدل کیدله:
"باور وکړئ، نړۍ افغانې ښځې ته د جګړې د قربانۍ په سترګه ګوري، هو، مونږه یوو! د غلطو جګړو، د غلطو تګلارو، د غلط سیاست، او غلطو پریکړو قربانیانې، خو یاد ولرئ! مونږ د مزاحمت علامتونه یوو، د زړه ورتیا علامتونه یوو، مونږ د جرات علامتونه یوو، مونږ د خپل وطن اصلي اتلانې یوو"
هغې د ګډونوالو د لاسونو د پړقا په شور کې خپله خبره او اراده نوره هم روښانه او په ډاګه وویله، افغانه ښځه په اسانه نشي راپرزولې کیدی:
"مونږ به دا مبارزه ګټو- خو که چا(طالبانو) لږ جرات وکړو او مونږ سره خبرو ته کیناستل"
دغه خبرې د اوسلو پوهنتون د یو اراسته تالار څه د پاسه دوه ساعته دستورې په پای کې وشوې.
په یولسم دسمبر د نوبل امن جایزې فورم په اوسلو پوهنتون ناروی کې د, افغانستان: "د پرمختګ د لارې لټون" په نوم غونډه کې د نوموړو افغانانو میرمنو او د ځاي چارواکو تر څنګ د امریکې د باندینو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن هم برخه اخسته.
هیلري کلنټن د فورم د کوربه د ېوې پوښتنې په ځواب کې په پخواني صدر اشرف غني او د هغه په همکارانو له هیواده د تېښتې او ځان سره پیسو وړلو تورونه هم پورې کړل. د هغې په دغو خبرو په رسنیو تاوده بحثونه روان دي. د افغانستان د ملي امنیت پخواني صلاحکار حمدالله محب په خپل ټویټر پاڼه د مېرمن کلنټن خبرې دروغ بللي. په دې موضوع د ډیوه په ویب پاڼه ځانګړی رپورټ ډېر زر لوستلی شئ.
د هیلري کلنټن د خبرو نور جزیات تاسو په دې ویډیو کې هم کتلی شئ
مېرمن کلنټن او د هغې د لور چیلسي ادارې په افغانې سیاستوالې ظرېفې غفاري یو فلم "د هغې په لاسونو کې" جوړ کړی دی.
د میدان ښار د پخوانۍ او کم عمرې ښاروالې ظریفه غفاري په کار او زیار جوړ دغه فلم په ان لاین بڼه فلمونه ښودنکې ادارې نیټ فلیکس خپور کړی دی چې په دې دستوره کې یې څه برخې نندارې ته ښکاره شوې.
ظریفه غفاري د نوبل فورم دستورې ته وویل د طالبانو د خپل سره شریعت د نفاذ څخه ورستو په ځانګړې کچه د ښځو او جینکو سره رویه د زغملو وړ نده، هغې وویل د میلینو په شمیر کې جینکۍ سکولونو ته نه ځي، په مطبوعاتو پرې جبري حجاب اغوستل.
خو هغې دا هم وویل چې:
"افغان میرمنې د (خوړو، کار او ازادۍ) په یو غیر معمولي شعار سره د خپلو حقونو لپاره ولاړې دي"
هغې د نړۍ څخه ګیله وکړه چې دغه شعارونه لکه د ایران د میرمنو په شان د پام وړ ندي ګڼل شوي.
ظریفه غفاري وویل دويي دافغان ښځو د مرستو او حقونو په خاطر د طالبانو په ګډون د هر چا سره، هر ځای په هر شرط خبرو ته تیارې دي:
"مونږ ددې خبرې ځواب غواړو چې ولې، او څنګه"
هیلري کلنټن چې له 2009 څخه تر 2013 پورې د بهرنیو چارو وزیره وه د ظریفې ددغې وړاندیز تائد وکړو د افغانانو میرمنو حق دی چې د طالبانو سره څخه مخ په مخ کیني او دا تپوس ترې وکړي چې دويي څه غواړي؟
مېرمن کلنټن دا هم وویل چې د سختو خنډونو باجود هلته د حقونو لپاره د دويي خپله مبارزه مهمه ده.
مېرمن کلنټن وویل د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانانو، د ښځو او جینکو د مستقبل په هکله ډیره فکر منده ده:
"طالبان په واک کې راغلي د دويي لپاره حکومت ګران کار دی، البته د دوي جګړه زده، ده او هم دا لویه ستونزه ده. باید مونږ دويي ته ویښ پاتې شو"
تیر کال په پینځلسم اګست د امرېکې په مشرۍ کې ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل، هم په دغه ورځ جمهوریت سقوط شو, پخوانیو یاغیانو او د اسلام د سخت دریځو تعبیرونکیو طالبانو په افغانستان قبضه وکړه.
مېرمن کلنټن د افغانستان نه د ځواکونو وښکلو فیصلې ته غلطي ونه ویله خو په قطر کې د طالبانو سره په معاهده یې ټکونه وکړل، هغې وویل دغه معاهده په ډېر عجلت کې وشوه او چې طالبان بیا واک ته ورسیدل نو وس خپل لوظونه نه پالي.
هغې وویل د طالبانو بیا واک ته راتګ د نورو خلکو پشان دا نده خېرانه کړې، د هغې په آند د طالبانو د 5000 بندیانو خوشي کولو په رنګ نورې اشارې وې چې:
"داسې کیدونکي دي"
د قبضې ورستو د فعالانو، سیاسي او حکومتي مشرانو تر څنګ کاروباري شخصیتونه هم له افغانستانه ووتل.
د بشري حقونو مبارزې او افغانې کاروباري میرمن حسینه سعید هم په دغو خلکو کې شامله وه چې له کابله ووتله، هغې فورم ته وویل چې هغه وخت دا په افغانستان کې وه څه وخت چې طالبانو قبضه وکړه:
"دا زمونږ لپاره یو ناشونی خبر ؤ، څوک د حالاتو په رښتیاؤ نه وو خبر چې څه روان وو"
فورم ته د پرانستې په وینا کې د نارویجن نوبل انسټيټیوټ ډایریکټر اولو نالسټاډ وویل چې دا اداره چې یو پرمخ تللی افغانستان غواړي چې خپله افغانان یې مشران وي.
د فورم د مشرانو په وینا له افغانستانه کډوال شوي د نړۍ مرستو ته حاجت مند دي.
په 1922 کال کې د امن سولې جایزه د ناروی فرايډهوف نانسن ګټلې وه چې د لیګ اف نېشنز لپاره د کډوالو د ادارې لوړ رتبه چارواکی (کمشنر) ؤ. د دویم نړیوال جنګ نه ورستو نانسین د روس، جرمني او د پخواني اسټریا-هنګري د څلورو لکو بندي عسکرو د تبادلې عمل کې کمک کړی ؤ.
د ظرېفې نه چې ډیوه پوښتنه وکړه چې ډېرې افغانانې فعالانې د بشري حقونو په مبارزه بوختي نو د نوبل فورم ددې غونډې لپاره ستا نوم ته ولې اهمیت ورکړو نو هغې وویل د طالبانو د فکري ځندان نه د نجات لپاره د هرې بلې جزوي هڅه د نوبل د جاېزې وړ ده خو زما تصویر د ټولو افغانو جونو د ژوند تصویر دی ځکه دا مبارزه د قامي کرکې او پاکه ده. د ظرېفې نور جزیات په لاندینۍ ویډیو کې کتلی شئ.
Your browser doesn’t support HTML5
ددغې دستورې پر وقاره سټیج د نورو ارایشي توکو تر څنګ د افغان میرمنو په روایتي جامو او قالینونو اراسته ؤ. ددغې دستورې په هکله په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه هم خپاره شوي وو چې ګني ظرېفې غفاري ته د نوبل جایزه ورکول کېږي. خو دغه خبرونه غیر حقیقي دي.