د افغانستان پاکستان ګډې پولې انتظام

Pak Afghan Border near chitral

افغانستان او پاکستان په یو بل د تورونو لګولو او نیوکو تر څنګ داسې ښکاري چې د شریکې پولې ساتلو په نظام هم اختلافونه لري.

په کال ۲۰۰۹ کښې افغانستان، پاکستان او امریکا د یو بل په مرسته دری اړخیزه کمېشن جوړ کړی وو. ددغه کمېشن مقصد سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخوکښې د یو بل سره همکاري سېوا کول وو.

پاکستان اکثره په افغانستان غږ کوي چې د سرحد د انتظام لپاره دی ګامونه واخلي. د دغو غوښتنو هدف څه دی؟ د افغانستان سیاسي څیړونکی محمد اسحق اتمر ډیوه ته پدغه اړه وايي د سرحدي انتظام هدف دا وو چې د پولې دواړوغاړو نه د ترهګرو تګ راتګ ودرول شي. خو له بده مرغه دغه پرېکړه هیڅ کله هم عملي نه شوه.

ښاغلي اتمر زیاته کړه چې په وروستیو کښې څو څو ځله پاکستان غوښتنه وکړه چې په دغه پوله ازغن تارونه وغزوي. دا خبره افغانستان حکومت هیڅ کله هم منلې نه ده. هغه وویل که دواړو هیوادونه د پولې د انتظام ذمه واري په غاړه واخلي نو ګټه به يې دواړو خواوو ته برابره وي.

د هیوادونو په کچه ریاستي دریځونه په خپل ځای، د موجوده وخت نوي حقیقتونه په خپل ځای. خو پښتانه مشران په تاريخي توګه تل وايي پښتواو د سیمې پښتانه سرحدونه نه لري. د خیبرپښتونخوا وتلي څیړنکار ډاکټر فضل رحیم مروت ډیوه ته ویلي "مونږ پښتانه په زوره د پیوند نه مات کړل شوي یو". او زیاتوي: "پښتوسرحد نه لري، پښتانه سرحد نه لري، افغان سرحد نه لري او کلتور سرحد نه لري".

د پاکستان رسمي دریځ دا دی چې د دواړو هیوادونو تر منځ دغه ګډه پوله، نړیوال سرحد دی. د پاکستان خوا ته مېشت د پښتنو په سیاسي مفکوره کښې دغه پوله نشته او وايي پښتنو ته په کار دي چې د یو بل سره اړیکي زیاتې کړي او د هم دې سره به دا سرحدونه په خپله خلاص شي.

د دغو څیړنکارانو د خبرو نه څرګند ده چې د پاکستان او افغانستان حکومتونو دریځونه په خپل ځای خو فیصله به د پولې دواړو خواوو ته پراته او ویشل شوي اولسونه کوي.