کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر سفر تر اوسه بې پایلو ښکاري

د افغانستان د اجرایه ریس دفتر وايي، تر اوسه پورې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د سفر پایلې نه تر سترګو کیږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې هم هېڅ ډول پرمختګ نه دی راغلی.

افغانستان د پاکستان د وزیر اعظم د سفر پرمهال په یو شمېر مسلو باندې خپل نظر شریک کړی و خو تر اوسه پورې د پاکستان په سیاستونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې کې کوم نوی پرمختګ نه لیدل کیږي.

د افغانستان د اجرایه ریس عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمن رحیمي دغه خبرې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له طلوع نیوز سره په خبرو کې کړیدي.

که له یوې خوا افغانستان ته د پاکستان د حکومتي چارواکو سفرونه زیات شوي خو له بلې خوا د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه هم راغلي او د ډیورنډ پولې دواړه خواو د کارپوهانو په اند له دې دا جوتیږي چې د پاکستان ملکي او پوځي ادارو ترمنځ همغږي نشته.

Pak Afghan border clash

په خوست کې وروستۍ پېښه یې یو بیلګه ده چې د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي وو او یو بل یې ژوندی نیول شوی و.

ددې ترڅنګ، د کونړ د ولایتي چارواکو په وینا ددغه ولایت په دریو بیلابیلو ولسوالیو باندې د پاکستان د پوځ لخوا یواځې د تېرې میاشتې په اوږدو کې په سلګونو توغندي ویشتل شوي دي.

د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي د اپریل د میاشتې په شپږمه نېټه کابل ته تللی و او هلته یې له افغان ولسمشر او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو سره لیدلي وو.

ددغو لیدنو پرمهال ولسمشر اشرف غني له شاهد خاقان عباسي سره د افغانستان د سولې او ملي پخلاینې په برخه کې په اوو مادوو موافقه کړې وه.

وروسته له هاغې چې افغان حکومت طالبانو ته د سولې د خبرو بلنه ورکړه دا دوهم ځل وو چې یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي له کابل څخه لیدنه وکړه.

تر عباسي مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه کابل ته تللی و.

که څه هم افغان او امریکايي چارواکو تل ویلي چې پاکستان هغو ترهګرو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.

پاکستان دغه تورونه ردوي او دریځ لري دوي د افغانستان د سولې پلوي دي او په دې لاره کې په ګڼ اړخیزو خبرو بوخت دي.