تحریک انصاف د پښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور د نیول کېدو له دعوې په شا شوی

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر عمر ایوب خان مخکې دعوه کړې وه چې د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف د روانو احتجاجونو په ترڅ کې په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا هاوس څخه نیول شوی خو اوس یې ګوند له دې دعوې په شا شوی دی.

د پاکستان سرکاري ټي وي هم ویلي چې د علي امین ګنډاپور په ضد قانوني کاروایي پېل شوې ده خو ډان ورځپاڼې د سرکاري سرچینو له خولې بیا ویلي چې علي امین ګنډاپور نه دی نیول شوی.

د سرکاري ټي وي په رپورټ کې د سرچينو له خولې ویل شوي چې د علي امین ګنډاپور په ضد د ریاست په ضد د یرغل کولو له امله قانوني کارروایي پېل شوې ده.

د تحریک انصاف مشر اؤ په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف لیډر عمر ایوب په ایکس رسنۍ لیکلي وو ، دخېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور په اسلام اباد کې د خېبر پښتونخوا هاوس څخه په غیر قانوني توګه نیول شوی دی.

هغه ویلي د رینجرز ځواکونو اؤ اسلام اباد پولیسو د پښتونخوا د حدودو څخه په سرغړونه یو غیر قانوني ګرفتاري په عمل کې راوستې ده.

عمر ایوب خان ویلي چې پېښور هایکورټ وزیراعلا علي امین ګنډاپور ته ضمانت ورکړی دی .

هغه ویلي د ایین له مخې وزیراعلا اعلي امین د ریاست برخه ده اؤ رینجرز، پولیس اؤ پوځ د ریاست مامورین دي .

نوموړي پوښتنه کړې چې ایا پاکستان کې مارشل لاء پر ځای کړل شوې ده؟

تر دې وړاندې د ټولو خنډانو په ماتولو د علي امین ګنډاپور احتجاجي قافله نن د خالي په ورځ اسلام اباد ته ننوتې وه اؤ داخله وزیر وزیراعلا ګنډا پور ته د سخت اقدام خبرداری ورکړی ؤ

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی ؤ چې د خېبر پښتونخوا وزیراعلا ټولې کرښې ماتوي اؤ که بله کرښه یې ماته کړه نو په ضد به یې سخت اقدم وکړل شي.

اسلام اباد ته د علي امین ګنډا پور د قافلې ننوتلو سره سم د اسلام اباد ځایي عدالت هم د وسلې اؤ شرابو په یوه زړه مقدمه کې د علي امین ګنډا پور د نیولو وارنټ جاري کړی دی.

جوډیشل مجسټریټ مبشر حسین زیدي د مقدمې اوریدنې په مهال امر کړی چې علي امین ګنډا پور باید ونیول شي اؤ په 12م اکتوبر عدالت ته وړاندې کړل شي.

د اسلام اباد نه د وي او ډیوه خبریالان وایي چې اسلام اباد ته د علي امین ګنډا پور د قافلې ننوتلو په مهال د پولیسو اؤ د پي ټي آي د فعالانو تر منځ نښتې شوي ، پولیسو د پي ټي آي په فعالانو اوښلن ګیسونه توغولي اؤ د پي ټي آي فعالانو پرې د کاڼو ګزارونه کړي دي.

په اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو په مهال د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي د پي ټي آي له قافلې څخه په پولیسو پرله پسې ډزې کیږي اؤ اوښلن ګیسونه توغولی شي.

هغه ویلي د پي ټي آي شرخوښي پولیس په کاڼو هم وولي اؤ په دې اخ و ډب کې تر 80 پورې پولیس ژوبل شوي دي.

تر دې وړاندې تېره شپه علي امین ګنډا پور ویلي وؤ چې پولیسو د هغوي په قافله ناتاره اوښلن ګیسونه توغولي اؤ ګڼ شمیر ملګري یې ژوبل شوي چې د علاج لپاره هسپتالونو ته رسول شوي دي.

تحریک انصاف په داسې حال کې د اسلام اباد ډي چوک کې د احتجاج کولو هڅه کوي چې تېره شپه حکومت اسلام اباد ته پوځ وربللی اؤ د زرګونو په شمیر پولیس یې هم د امنیت ټینګښت ته چمتو ودرولي دي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي هغوي دا معلوموي چې د پي ټي آي د فعالانو سره اوښلن ګیسونه څنګه اؤ له کومې راغلل؟

هغه تور لګولی چې د پي ټي آي په احتجاج کې افغان وګړي هم شامل دي اؤ وایي په تېرو څلېریشتو ساعتو کې 120 افغانان نیول شوي دي.

محسن نقوي وایي، په پولیسو ډزې هم روانې دي اؤ پوښتنه دا ده چې دې احتجاج کې افغانان څنګه شامل شول؟

نوموړي زیاته کړې ددې ټول وضعیت ذمه وار د خیبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور دی، هغه ټولې کرښې ماتوي اؤ که بله کرښه یې ماته کړه نو په ضد به یې سخت اقدام وکړل شي.

هغه وویل داسې شواهد یې ترلاسه کړي چې د بنو خلکو ته ویل شوي چې احتجاج ته د وسلې سره لاړ شي خو وایي د یرغل کولو به قیمت پرېکول وي اؤ د یرغل په صورت کې خو بیا څه رقم مذاکرات نه شي کیدای.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د روانو احتجاجونو په مهال له اسلام اباد وروسته حکومت نن د خالي په ورځ لاهور ته هم پوځ وربللی دی.

تحریک انصاف اعلان کړی چې دوي به نن د خالي په ورځ د لاهور په مینار پاکستان میدان کې احتجاج کوي خو پاکستاني مطبوعات وایي چې د پنجاب حکومت لاهور ښار اؤ مینار پاکستان ته غځېدلې ټولې لویې لارې د کنټینرونو په اېښودلو سره تړلې دي اؤ د احتجاج د مخنیوي لپاره یې د مینار پاکستان میدان کې اوبه هم ودرولي دي.

د پنجاب حکومت د وړاندې نه په لاهور، میانوالي، راولپنډۍ، سرګودها اؤ اټک کې دفعه 144 پځاي کړې ده اؤ په هر رقم سیاسي غونډو اؤ لاریونونو یې بندیز لګولی دی.