پاکستان چورلټ منکر شي

څېړونکي دغه هېواد ته د"Denialistan" یا انکارستان کلمه هم وایی

په ورځپاڼه نېو یارک ټائمز کې د کارلاټا گال رپورټ د پاکستان خارجه وزارت بې بنېاده گرځولې او د پاکستان د ځواکونو د مطبوعاتو څانگې ورته بې عقله کار ویلې- خبریالې کارلاټا په “What Pakistan Knew About Bin Laden” کې ليکلي ؤ چې د پاکستان د طاقتوره استخباراتي ادارې د هاغې وخت مشر جنرال پاشا ته پته وه چې اسامه په پاکستان کې دی. مېرمن گال دغه رپورټ د خپل نوي کتاب
Wrong Enemy: America in Afghanistan 2001- 2014کې د معلوماتو په اساس ليکلې.
پاکستان او په خاصه توگه ددغه هېواد طاقتوره پوځ د ځان د پټو قيصو په حقله لیکل شوي رپورټونه تل د پاک وطن خلاف سازش گڼي. د میډیا یا بهرنو رپورټونو یا اندېښنو نه منکر کیدل د پاکستان په شان د هر بل سيکیورټي اسټېټ د تگلارې برخه وي .
" اسامه بن لادن پاکستان کې نشته" ، "افغانستان کې د طالبانود حملو پلان په پاکستان کې نه جوړېږي ، " د کوېټه شورا پاکستان کې وجود نه لري" دا او داسې نور انکارونه هاغه وجه ده چې پاکستان کې ځيني څېړونکي دغه هېواد ته د"Denialistan" یا د انکارستان کلمه هم وایی. د غټو پېښو نه د انکار کېسې په اوسني بنگله دېش کې څلور لسېزې پخوا د بشري حقونو د ادارو په وینا د " زور زیاتي " نه شورو کېږي

په ډهاکه کې قتلونه
د مارچ په 25مه په 1971م کې د پاکستان ځواکونو د ډهاکې په هوټل انټرنیشنل کې د نړۍ نه راجمع شوي خبریالان بند کړل ـ د شپې یولس بجې ېې د بنګالیانو په کورونو او دکانونو ټینکونه اوخیژول خبریالانو د هوټل د کړکیو نه دغه منظرونه پټ پټ لیدل- دوه ورځې وروستو چې ډهاکه لوخړه شوې وه اوپه لارو چنواو سړکونوېې مړی پراته وو نو د خبرونو ورکولو په سر پوځ د نیویارک ټایمز د سینډي شنبرګ په ګډون یو شمیر خبریالان د ډهاکې نه اوشړل- خو د ډېلي ټیلیګراف ساېمن ډرینګ د پوځ نه د هوټل په چت پټ شو او بیا په مارچ 30م ېې د ټېلي ګراف په لومړۍ پاڼه د (خداې او ېو متحده پاکستان) (“God and a united Pakistan”. په نوم مضمون کې ليکلي وو د ډهاکې په لارو چنو کې د وینو سیلاب بهیږي- د 27م، 28م، او 29م مارچ پوری ډېلي ټیلیګراف، دي باسټن ګلوب، نیویارک ټایمز، دي ګارډېن خصوصي رپورټونه خپاره کړل. په رپورټونو کې د پوځ په ټینکونو د وژل شوو شمیره د درې مېلینه پوری ښودل شوې وه ،لس ملینه پوری په تېښته کې برېالي شوي ښودل شوي وو او د بنګال د څلور لکه ښځو سره په زور د زنا خبرونه اخبارونو کې راغلي وو- وروستوځيني روپورټونو کې راغله ېو نيم لک پورې بنگالۍ پېغلو د پاکستاني پوځ ناجايزه بچي وزېږول. د پاکستان پوځ ددغې رپورټونو په ځواب کې وېل هر څه“normal. سم دي.

په ممبۍ خونړۍ حمله
د دسمبرپه دریمه 2008م کې د نیویارک ټایمز په ګډون په یو شمیر اخبارونو کې د امریکا د دفاع محکمې د یوچارواکي په حواله رپورټونه راغله چې وېل ېي د امریکې استخباراتي ادارو ته معلومه شوې ده چې د ممبۍ د ترهګرۍ پیښو تیاري په پاکستان کې د پاکستان د پوځ پخوانو عسکرو او د استخباراتي اداری آېي ایس آېي په مرسته شوی وه. په کال 2008م کې په ممبۍ کې د ترهګرۍ په دغه پیښو کې 173 کسان وژل شوي وو. پاکستان او هند د دغه پیښونه پس یو بل ته مخ په مخ شوي وو. خو پاکستان دغه رپورټونه تل غلط ګڼلي.

حقانی شبکه
د ستمبر په 22مه 2011م کې دي ګارډېن کې راغلي وو د امریکې د نیوي ایډمیرل ماېک مولن کانګرس ته په خپل بیان کې وېلي دي د پاکستان استخباراتي ادارې د طالبانو سره تړلې وسله والو ډلو سره مرسته کوي. چې له وجه ېي د ترهګرۍ پر ضد جگړه کې مشکلات دي. اخبار واېي مولن دا هم وېلي ؤ پاکستانیانو خپل حقانیان په افغانستان کې دننه په ناټو ځواکونو په حملو کې د استعمال لپاره ساتلي. د امریکې د استخباراتي ادارې پخواني مشر ډیوډ پیټریاس او د کانګرس ځني غړي هم په پاکستان دغه شان تورونه لګوي. خو پاکستان واېې دغه تورونه دي.
اېټم بم ته خطر
واشنګټن پوسټ د 2م ستمبر 2013م په خپل ېو رپورټ کې د امریکی د استخباراتي اداری نه دتختیدلي غړي ایډورډ سنوډن غلا کړي خصوصي معلوماتو په حواله لیکلي ؤ د اوباما انتظامیه د پاکستان د ایټمی وسلی په خطره کې کیدو باندی ډېره زیاته فکر منده ده. پاکستان د زهر ژنو او باېولوجیکل وسلو د ملکونو او د جوهري وسلو د حفاظت په نړي واله ډله کې شامل دی . د پاکستان په ایټمي وسلو غلطو لاسونو ته د رسیدو دا لومړی خبر نه ؤ خو د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې د دغه هیواد د قامي اداری نیشنل کمانډ اتهارټۍ په مهمه غونډه کې پدغه خبرونو خفګان خودل شوی ؤ. او پاکستان هغه ټولو رپورټونو نه منکر شو چې گني ایټم بم ېې په خطر کې دی

بی درکه بلوڅان
په 22م ستمبر 2012م د امريکې نشریاتي ادارې سي اېن اېن په خپل ېو رپورټ کې اووېل ملگرو ملتونو د پاکستان نه د بې درکه خلقو په حقله دژورو او بې پلوه پلټنو غوښتنه کړېده. دا خبر هاغه وخت خپور شوې ؤ چې په هېواد کې نزدې د 14 زره خلقو بې درکه کولو تور په پاکستان استخباراتي ادارو پورې شو، په دغه خلقو کې زېاتره بلوڅان وو، د بلوڅانو ېو شمېر ډلې د پاکستان نه بیلتون غواړي او واېې پاکستان ددوېې حقونه غلا کړي. د پاکستان استخباراتي ادارې د زرگونو په شمیره کې د خلقو بې درکه کولو رپورټونه ردوي. د بې درکه خلقو په حقله د هېواد ستر عدالت کې ېوه قضيه هم روانه ده

د کارلاټا په رپورټ کې د چا نوم خو نه دی لیکل شوې خو ورکړې شوې حوالې، نېټې،کردارونه، پېښې او تپوسونه ېې ټول په پاکستان کې د القاعده مشر اسامه بن لادن د موجودگۍ، د ايي ایس پي ار د Good طالبانو د دریز او په افغانستان کې د سټراټيجکي ډېپت Strategic depth د تگ لارې سره سمون خوري..

د کارلاټا قیصه که د پاکستان د خارجه وزارت تر مخه بې بې بنېاده او د ايي ایس پي آر تر مخه بې عقله کار دی خو د پښتو ېو متل دی اوښ په بډه نه وهل کيږى او ماته خو د حقانیانو د دنیا د نظر نه پټول، د ايي ایس پي آر دالقاعده سره د تعلق نه انکار، د بلوڅانو بې درکه کولو نه انکار او په هند او افغانستان کې د خپلو جهادي ډلو په لاس د لاس وهنې نه انکار د اوښ په بډه وهلو په شان ښکاري.

The writer can be followed on twitter @RahmanBunairee