"د پاکستان او هندوستان حکمرانانو واورئ" پښتون شاعر امن ولې غواړي؟

د پاکستان او هندوستان مشران که یو خوا یو بل ته د جنگ گواښونه کوي او د دواړو هیوادونو ترمنځ په تازه تاو تریخوالي په سیمه ايزو مطبوعاتو کې پارونکي بحثونه روان دي نو بلې خوا ته گڼ شمېر خلق دغه مشرانو ته د امن اپيلونه هم کوي.

وتلي پښتون شاعر اکبر سیال د پاکستان او هندوستان حکمرانانو ته په خپل یو نظم "د جنگ نه څه جوړیږي" کې د جنگ نه کولو اپيل کړی دی.

ښاغلی سیال وايي د هندوستان او پاکستان مشران دې جنگونه، نه جوړوي، خپل اولس ته دې خوراک، تعليم او د ښه صحت بندوبست وکړي.

هغه د ډیوه په خپرونه کې خپل مشهور نظم "د جنگ نه څه جوړیږي" واورولو.

د نظم وړومبی بند داسې دی

د پاکستان او هندوستان حکمرانانو واورئ

ای د جماعت او د مندر محافظانو واورئ

بمونه مه جوړوئ، ټینکونه مه جوړوئ

د جنگ نه څه جوړیږي، جنگونه مه جوړوئ

جنگ تباهي راولي، جنگ بربادي راولي

د جنگ نه څه جوړيږي جنگونه مه جوړوئ

په یو بل بند کې داسې وايي

په ایټمي دهماکو بریتونه مه تاوهئ

د خپل بې اوسه اولس غوږونه مه تاوهئ

د ژوند دامن د کور، پوځونه مه تاوهئ

سترگې مو وغوړوئ د هوش نه کار واخلئ

نور د یو بل د وجود لاشونه مه جوړوئ

د جنگ نه څه جوړيږي جنگونه مه جوړوئ

اکبر سیال دغه نظم په په کال 1998 کې لیکلی وو، دغه کال هندوستان او پاکستان ایټمي ازموینې هم کړې وې. د اکبر سیال تر مخه دغه نظم وتلي هنرمند هارون باچا په خپل غږ کې ویلی هم دی.

اکبر سیال وویل چې کله وتلي موسیقار صاحب گل په امریکا کې سیاسي پناه غوښتله نو امریکايي چارواکو ترې پوښتنه وکړله چې تاسو څه داسې موسیقي جوړه کړې ده چې گني ستونزې یې درته جوړې کړي دي؟

د سیال مطابق صاحب گل هغويي ته ددغه نظم په انگریزۍ کې ترجمه ورکړه او ورته یې وویل چې ددې نظم موسیقي یې تیاره کړې ده او بیا د هغه اپيل ومنل شو. اکبر سیال وویل چې دغه وخت د ایټم بم خلاف خبره حکمرانانو ته د زغملو وړ نه وه.

د ښاغلي اکبر سیال په غږ کې دغه نظم په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

Akbar Siyal Pashto poem anti war slogan