افغان وزارت: د افغان کډوالو د وخت زیاتولو لپاره به پلاوی پاکستان ته ځي

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې د مودې غزولو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو.این.ایچ.سي.آر او د ځینو نورو نړیوالو ادارو چارواکي به له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په غرض د پاکستان سفر کوي.

په کابل کې د کډوالو چارو د وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي له پاکستاني چارواکو سره یې په دې اړه خبرې روانې دي چې هلته د مېشتو افغان کډوالو موده د یو کال لپاره وغزول شي.

حفیظ میاخېل وایي په دې برخه کې د یو.این.ایچ.سي.آر او نورو نړیوالو ادارو هڅې هم روانې دي او کېدای شي مثبتې نتیجې ورکړي:

"یو پلاوی پاکستان ته ځي، چې د یو.این.ایچ.سي.آر او نورو نړیوالو مرستندویه ادارو کسان به پکې شامل وي، دوی به له پاکستاني چارواکو سره و غږېږي، چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده و غزوي".

د یو.این.ایچ.سي.آر دفتر لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. په اسلام اباد کې د دې ادارې ویاند قیصر اپریدي له وي.او.اې سره په خبرو کې وویل، تر اوسه په دې اړه څه نه شي ویلای، چې دغه پلاوی کله اسلام اباد ته ورځي او څوک به پکې شامل وي.

په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو- چې د ملګرو ملتونو له ادارې یو.این.ایچ.سي.آر سره رجسټر دي- د اوسېدو رسمي موده د تېر ۲۰۱۷م کال د دیسمبر پر ۳۱مه پای ته ورسېده، چې هیله وه پاکستان به دا موده د یو کال لپاره وغزوي، خو اعلان یې وکړ، چې افغان کډوالو یواځې یوه میاشت نور په پاکستان کې اوسېدلای شي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي په پاکستان کې افغان کډوالو ته ورکړل شوې یوه میاشت موده بېخي کمه ده او دا به ګرانه وي چې ټول کډوال په یو ځل هېواد ته ور ستانه کړي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هم شکایت کوي او په دې اړه یې اعتراضیه غونډې کړي چې وایي دوی نه شي کولای په یوه میاشت کې خپل هېواد ته لاړ شي. پاکستان مېشته افغانان وایي، دوی هلته کاروبارونه او جایدادونه لري، پاکستان باید دوی ته د ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړي.

افغان کډوالو ته د بیرته تگ د پاکستان دا اعلان د امریکې له خوا د پوځي مرستو تر ځنډولو وروسته وکړ. پاکستاني چارواکو تور پورې کړ چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ترهګرۍ کې لاس لري، خو تر دې وړاندې د دې هېواد د سرحدونو وزیر جنرل عبدالقادر بلوڅ په وار وار ویلي چې افغان کډوال په هیڅ ډول ترهګرۍ کې لاس نه لري.

د یو.این.ایچ.سي.آر د بیرته ستنېدو د پروګرام له مخې هر کال په زرګونو افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي، خو وایي کله- کله په پاکستان کې د پولیسو له ځورونو هم تنګ او مجبوره شي، چې خپل هېواد ته لاړ شي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، که پاکستان د افغان کډوالو موده نوره ونه غزوي، نو مجبور دي چې د ټولو کډوالو د ور ستنېدو لپاره بندوبست وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د رسمي شمېر له مخې په پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلینه یا ۱۴ لکه رجسټر شوي افغان کډوال ژوند کوي، خو د کډوالو یو بل نړیوال سازمان وایي، چې په دې هېواد کې شاوخوا یو میلین نور هغه افغان کډوال هم ژوند کوي، چې له یو.این.ایچ.سي.آر سره د مهاجرینو په توګه رجسټر نه دي.