په شمالي وزیرستان کې پر حکومت پلوه طالبانو د ډرون تازه برید

د شمالي وزیرستان په دته خیلو سیمه کې، د حافظ گل بهادر په مشرۍ د حکومت پلوه پاکستاني طالبانو پر یو شمیر غړو، د ډرون برید شوی دی.

ځایي چارواکو د امریکا غږ ډیوه خبریال ته ویلي په دې برید کې چې نن د شورو ـ چهارشنبې په ماښام ترسره شو، د حافظ گل بهادر د ډلې یو مهم کمانډر عبدالله داوړ وژل شوی دی.

په خیبرپښتونخوا باندې د فاټا د ورگډیدو نه پس، دا ړومبی ځل دی چې په قبایلي سیمو کې پر طالبانو باندې د ډرون حمله ترسره شوې ده. دته خیل، په شمالي وزیرستان پورې اړه لري او د افغانستان پولې ته څېرمه پرته سیمه ده. دغې سیمې ته، د فاټا د نورو سیمو په شان، خبریالان آزاد لاسرسی نه لري، نو ځکه د پیښو د څرنگوالي پخلی پکې ستونزمن دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغه برید په هکله کوم رسمي غبرگون نه دی ښودلی، خو مخکې تر دې یې هرکله دغسې بریدونه، د پاکستان پر ملي حاکمیت تیری بللی دی.

له بیت الله محسود نه نیولې بیا تر ملا فضل الله پورې، د پاکستاني طالبانو مشران ټول یو په بل پسې د امریکایي ډرون الوتکو په حملو کې وژل شوي دي. خو دا ځل د حکومت پلوه طالبانو پر غړو چې د حافظ گل بهادر ډله ده، برید ترسره شوی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو پرضد د ډرون بریدونه ډیر شوي دي. افغان چارواکو نن د دې خبر پخلی وکړ چې په کونړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو لوړپوړی مشر، ملا یاسر د امریکایي ځواکونو په یو ډرون برید کې وژل شوی دی.

ملا یاسر د طالبانو د وژل شوي مشر ملا فضل الله نزدې ملګری ؤ.

له دې وړاندې د تیرې میاشتې په ۱۳مه نیټه د پاکستانی طالبانو مشر ملا فضل الله هم کونړ کې په یو ډرون برید کې وژل شوی ؤ.

(د دې خبر په جوړېدو کې د ډیوه خبریال، عدنان بیټني، هم برخه اخیستې ده.)