د القاعده مشر ایمن الظواهري د جنگ نوي اصول

کنگزکالج لندن کښې د جنگي علومو د څانګې يو څړونکې سنگين خان د ايمن الظواهري په ورکړل شوي نوې بيان په هکله وايي "القاعده مخکښې پاکستان کښې جنگي هلې ځلې تحريک طالبان پاکستان ته سپارلې وې او خپله يی نړيواله ترهگري کوله. د ايمن الظواهري بيان ښايي چې القاعده بيرته هرڅه خپلو لاسونو کښې اخستل غواړي."

د ترهگرې ‌‌ډلې مشر ايمن الظواهري غواړي چې پاکستان کښې د اسلامي نظام لپاره اډه جوړه کړي. مطبوعاتو کښې د يو چاپ شوي خبر ترمخه ايمن اظواهري د خپلې ډلې د جهاد لپاره اصول ټاکلي دي.
کنگزکالج لندن کښې د جنگي علومو د څانګې يو څړونکې سنگين خان د ايمن الظواهري په ورکړل شوي نوې بيان په هکله وايي "القاعده مخکښې پاکستان کښې جنگي هلې ځلې تحريک طالبان پاکستان ته سپارلې وې او خپله يی نړيواله ترهگري کوله. د ايمن الظواهري بيان ښايي چې القاعده بيرته هرڅه خپلو لاسونو کښې اخستل غواړي."
ايمن الظواهري په خپل نوې بيان کښې د پاکستان دننه د خپلو هلو ځلو په وخت اولس ته د زيان نه رسولو تلقين کوي خو وايي چې د هند د واک د لاندې کشمير، د چين سنکيانگ او د روس د واک لاندې سيمو کښې د وسله والو سره به مرستې کوي.
امريکا کښې د تند لارو د ویب پاڼو د څارنې اداره سايټ (SITE) د ايمن الظواهري د روستني بيان د کراوي تايید کوي.
د پاکستان په هکله له د دوي وينا په داسې وخت راغلې چې يواځې د يو موټي سياسي ډلو علاوه ټولې سياسي او عسکري ډلې د ترهگرې په خلاف يوځاې دي.
الظواهري وايی پاکستان کښې به د اسلامي نظام لپاره اډه جوړوي خو سنگين خان دا پوښتنه راپورته کوي د القاعده مشر کوم اسلامي نظام ښايي؟ ايا د الظواهري مطلب دا دې چې سياسي عمل کښې شامل شي؛ سنگین خان وايي داسې نشې کیدی ځکه چې القاعده یوه وسله واله ډله ده او هم داسې به وي.
کنگز کالج کې د جنگي علومو د څانگې څیړونکی سنگین خان زیاتوي "القاعده د اډې خبره کوي نو وزیرستان مو د مخکښې نه دوي سره دی بله کومه اډه جوړول غواړی او یا بیا خو داسې لږي چې وزیرستان يي د گوتو وتلی دی."
سنگین خان وايي ددې دوه وجې کیدی شي، یو خو دا چې پاکستان د طالبانو سره د خبرو دا وخت څه نه وئیل غواړي او بله دا چې پاکستان غواړي چې یو ځل طالبانو سره روغه اوکړي او بیا د طالبانو د لارې د القاعده غړي د قبائیلي سیمو وشړي خو ددې ټولو ځواب به وخت ورکوي.
د القاعده مشري ایمن الظواهري په خپلو هدایاتو کښې د ټولې نړۍ لپاره د القاعدې ټکر وروي نغه وايي تر څو پورې چې د امریکا په ملگرو باندې د حملو خبره ده د هغې فیصله به په مخلتفو ځایونو کې جدا جدا وي. دی زیاتوي چې بنیادي اصول به دا وي چې دوي سره نیغ په نیغه جگړه ونشي د هغه ځایونو نه علاوه چرته چې نیغ په نیغه جنگ نه تیښته نشته، لکه افغانستان، عراق، شام، یمن او صومالیه.
په پاکستان کښې د الظواهري د ممکنه اوسیدو د شکونو سره سره ځائې چارواکو په روانه میاشت (سپټمبر ٢٠١٣) کښې د پنجاب یونیورسټۍ نه تر اوسه پورې د القاعده نزدې اووه غړي نیولې. دغه ټول په یونیورسټۍ کښې د جماعت اسلامي د غړو هاسټل د کمرو نه نیول شي. د القاعدې یو بل مهم غړی خالد شیخ محمد هم څو کاله وړاندې په راولپنډۍ ښار کښې د جماعت اسلامي سره تعلق لرونکې د یو تن کور نه نیول شوی وو.
دغه شان د القاعده مشر اوسامه بن لادن هم په ایبټ آباد ښار کښې د پوځ چاؤڼئ په حدودو کښې په یو کور کښې امریکائي ځواکونو وژلی وو. نوموړی په دغه کور کښې شا او خوا پنځه کاله پټ وو