اېمنسټي انټرنېشنل وايي پاکستان دې په جیلونو کې د کرونا وایرس مريضانو کره شمېرې څرګندې کړي

د اېمنسټي انټرنېشنل په رپورټ کې ويل شوي په لاهور کې په ۲۰م مارچ د کېمپ جېل دننه د کرونا وايرس لومړی کېس مخې ته راغلی ؤ او تر ۲۱م اپرېل د هېواد په جېلونو کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر ۹۷ ته رسېدلی دی

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په پاکستان غږ کړی چې د ملک په جېلونو کې په کرونا وایرس د ناروغه قیدیانو او د وبا د ټېسټونو په شمېره کې دې روڼ والی راولي.

د اېمنسټي انټرنېشنل په رپورټ کې ويل شوي په لاهور کې په ۲۰م مارچ د کېمپ جېل دننه د کرونا وايرس لومړی کېس مخې ته راغلی ؤ او تر ۲۱م اپرېل د هېواد په جېلونو کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر ۹۷ ته رسېدلی دی.

رپورټ وايي چې وروستو په ۲۶ اپرېل دغه شمېر ۸۶ ته کمې شوې خو د دې کوم سپيناوی نه دی شوی چې دا شمېر ولې کم شو او له دې وروستو په جېلونو کې د کرونا وايرس ښکار کسانو په اړه کوم تازه معلومات نه دي خپاره شوي.

رپورټ ليکي چې د دې ناروغۍ نوعيت او په جېلونو کې د قېديانو شمېر ته له کتلو وروستو داسې ښکاري چې په جېلونو کې د کرونا وايرس ښکار کسانو شمېر به د سرکاري شمېرې نه زيات وي.

خو د پاکستان حکومت د اېمنسټي انټرنېشنل د دې رپورټ او نيوکو په ځواب کې لا هم څه نه دي ويلي.

بل اړخ ته ځيني خبريالان هم دا ګيله کوي چې د جېلونو دننه معلوماتو ته رسايي اسانه نه ده ځکه چې په دې حالاتو کې په عامو ملاقاتونو هم بندېز لګول شوی دی، د خپلو خپلوانو سره د بندي کسانو رابطه هم نه کېږي.

په پېښور کې مېشت خبريال لحاظ علي وايي دا وخت د جېلونو دننه د معلوماتو د رسايۍ هېڅ لار نشته، يواځينۍ لار هم دا حکومتي شمېره ده او په دې د باور نه علاوه بله کومه لار هم نه ښکاري.

اېمنسټي انټرنېشنل په خپل دغه رپورټ کې دا هم ويلي چې د اپرېل په ۲۱مه نېټه ويل شوي وو چې لاهور کې د کرونا وايرس ښکار قېديانو کې ۵۹، ډېره غازي خان کې نهه، ګجرانواله کښې اووه، جهلم کښې درې، بهکر کښې درې او يو يو په حافظ اباد، قصور او فېصل اباد جېل کې شامل دي.

د حکومتي ګامونو په اړه خبريال فداعديل وايي که په وخت ګامونه پورته نه شو نو دا رنځ به په جېلونو کې قېد ګڼ شمېر خلک اغېزمن کړي ځکه چې دغلته طبي اسانتياوې نه وي، د صفايۍ خيال نه ساتل کېږي نو په جېلونو کې د دې د خورېدو ويره لا نوره زياته شوې ده.

په دې اړه د خېبرپښتونخوا د جېل د محکمې ايي جي مسعودالرحمان، د وزيراعلی سلاکار تاج محمد او د صوبايي حکومت وياند اجمل وزير سره د بيا بيا رابطې هڅه وشوه خو د هغوي له خوا هېڅ ځواب رانغلو.

بل اړخ ته حکومتي چارواکو دا ادعا هم کړې چې د کرونا وايرس د مخنيوي لپاره يې د پېښور سره نزدې شاوخوا ۳۵ جېلونو کې قېد په ۱۱زره قېديانو کې اووه زره ماسکونه هم تقسيم کړي دي. هم دا راز په ملاقاتونو بندېز دی او نوي قېديان لويو جېلونو ته د لېږلو وړاندې تر ۱۴ ورځو ځان له ساتل کېږي.