په پاکستان کې دفاعي او سیاسي څيړونکي وايي د پاکستان د وزيراعظم عمران خان هغه بيان د تاريخ او حقايقو پرضد دی چې گنې د ترهګرۍ پرضد جنگ په پاکستان ورتپل شوی دی.
وزيراعظم عمران خان تېره هفته شمالي وزيرستان ته د سفر په وخت يوې غونډې ته وویل چې هېواد کې د ترهگرۍ پرضد جنګ د پاکستان خپل جنګ نه و. په غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه او نور لوړ پوړي پوځي افسران او حکومتي مامورین هم ناست وو.
څيړونکي د وزيراعظم عمران خان دا بيان چې پاکستان تر اوسه پردی جنگ کړی دی ناسم، د تاريخ او د حقايقو پرضد گڼي او وايي په امریکا د کال ٢٠٠١ د بريدونو وروسته د ملل متحد د منظور شویو قراردادونو د لاندې پاکستان د نړۍ د نورو هېوداونو ترڅنگ د امريکې د ملاتړ پابند شو.
د پاکستان د پوځ پخوانې افسر جنرل طلعت مسعود وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان د ملگرو ملتونو د قرارداد برعکس کوم بدل دریځ نشو خپلوولی.
د پاکستان پخواني پوځي مشر او صدر پرويز مشرف او بيا له هغې وروسته د پيپلز ګوند او مسلم لیگ (ن) سياسي حکومتونو هم په جار د ترهگرۍ خلاف هلې ځلې د پاکستان خپله جګړه گڼله او يوازې مذهبي سياسي ګوندونو به لکه د وزيراعظم عمران خان په څير دې ته د پردي او د "تپل شوي جنگ" نوم ورکولو.
د نړيوال چارو شنونکې ډاکټر اعجاز خټک ډيوه ته وویل د ترهگرۍ خلاف د جنگ په اړه د عمران خان بیان په هېواد کې د ترهګرۍ او مذهبي سخت دريزۍ په لړ کې د هغه د عمومي او ګنګس یا د مبهم سوچ څرګندونه کوي.
اعجاز خټک وايي که دا د پاکستان خپله جګړه نه وه نو بيا د هېواد پوځي او سياسي مشرانو دترهګرۍ ضد قامي تګلاره ولې جوړوله او په دې جنګ کې چې کوم په زرګونو خلک او امنيتي ځواکونه وژل شوي د هغې جواز به څه وي؟
ښاغلي خټک زیاته کړه چې که چېرې وزير اعظم دا د پاکستان خپله جګړه نه ګڼي نو بيا دې په ډاگه د دې نه د وتلو اعلان وکړي.
په امریکا کې د کال ٢٠٠١ د حملو وروسته، پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنگ کې د امریکې نژدې اتحادي په څېر ودریدو. د پاکستان پخوانيو سياسي او پوځي چارواکو د ترهگرۍ خلاف امریکې سره د پاکستان ملاتړ تر اوسه پورې د پاکستان د خپلې سلامتيا جنګ ټاکلی و خو عمران خان د پاکستان لومړنی منتخب وزير اعظم دې چې دا د پاکستان خپله جګړه نه بولي.
د پاکستان حکومتي او پوځي مامورین وايي د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د هېواد د ٧٥زرو پورې پوځي او ولسي وګري وژل شوي او د ملک اقتصاد ته د ١٢٣ ارب ډالرو زیان رسېدلی دی.
دغه شمېرې عمران خان په یو ټویټ کې ورکړې دي.
دا لومړې ځل نه دې چې عمران د ترهګرې پرضد روانه جګړه په پاکستان تپل شوې جګړه بولې ده.
عمران خان له پخوا راهسې که یو خوا د طالبانو پرضد د پوځ د کارولو مخالف و نو ورسره یې د پاکستان په پخوانيو قبايلي سيمو کې د ځايي او بهرنیو ترهګرو خلاف د امريکا د ډرون بريدونو مخالفت هم کړی دی او د ډرون حملې پرضد یې لاريونونه هم کړې دي.