د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان په هرنايي سیمه کې وسله والو خلاف د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اپرېشن کې يې د مېجر د عهدې د یو افسر په شمول دوه عسکر ووژل شوو.
د خالې، شنبې، په ورځ د کوټې د رېل په سټېشن کې ځانمرګي حمله کې لږ تر لږه ۲۶ کسان، چې اکثریت په کې پوځیان وو، ووژل شوو او د ۶۰ نه زیات زخمیان شول.
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار وویل امنیتي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په هرنايي کې د "ترهګرو" خلاف عملیات کول چې د پوځي قطار په سر کې موټر سره بم خلاص شو او په نتیجه کې يې مېجر او یو بل عسکر ووژل شوو.
د پوځ بیان وايي امنیتي ځواکونو په هرنايي کې درې وسله وال هم ووژل.
په بلوچستان کې د تېرې څه مودې راهسې د امن او امان صورتحال د تشویش وړ بلل کېږي، حکومتي او امنیتي چارواکې وايي په صوبه کې د امن قایمولو دپاره کوښښونه او عملیات کوي او بېلتون خوښي مسلح ډلې وخت په وخت د حکومت په ضد د حملو ذمه واري مني.
د وي او ای اردو څانګه د بلوچستان د داخلې محکمې د معلوماتو په بنیاد په خپل یو رپورټ کې وايي د سږ کال په نهو میاشتو کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ په ۲۰۰ واقعاتو کې د ۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه، کالعدم بلوڅ وسله والو ډلو د زیاترو واقعاتو ذمه واري منلې ده.
بلوچستان لېبرېشن ارمي، بي اېل ای، د کوټې په رېل سټېشن د حملې ذمه واري منلې ده. امریکې او پاکستان بي اېل ای ترهګر تنظیم ټاکل دی.