دپاکستان پوځ په رښتیا ځان د سیاست نه جدا کول غواړي؟

د پاکستان د واکمن ګوند تحریک انصاف د مخالفو ګوندونو د حکومت په ضد د تحریک د شورو کولو د اعلان سره سم یو حکومتي وزیر شیخ رشید دا خبر هم خپور کړو چې دې مشرانو د ټول ګوندیز کانفرنس نه وړاندې دوه ځله د پوځ او استخباراتي ادارې اي ایس اي د مشرانو سره لیده کاته کړي. دې خبر د پاکستان په سیاسي میدان کې تاوده بحثونه راپارولي دي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر او څیړونکی حسین حقاني د پاکستان د سیاسي مشرانو د پوځي چارواکو سره د تازه لیدو کتو په حقله وايی د پوځ د سیاسي مشرانو سره لیده کاته څه ناشوني خبره نه ده. هغه وي او ای ډیوه ته وویل په امریکه کې هم سیاسي مشران او پوځي مشران په خپلو کې په مهمو موضوعاتو یو بل سره ویني خو په پاکستان کې پرې بحثونه ځکه تاوده دي چې هلته په اولس کې یو قوي تاثر دی چې د حکومت جوړولو لپاره یواځې ووټ نه د پوځ رضامندي هم پکار ده:

“خامي دا نه ده چې سیاست دانان د پوځي مشرانو سره ویني، خامي د پاکستان په سیاست کې د توازن نشتوالی دی، سیاست دانانو تل د پوځ سره پټې رابطې ساتلي دي”

Your browser doesn’t support HTML5

حسین حقاني د پاکستان د سیاسي مشرانو د پوځي چارواکو سره د تازه لیدو کتو په حقله وايی د پوځ د سیاسي مشرانو سره لیده کاته څه ناشوني خبره نه ده

اټکلونه کېږي پوځ غواړي په مخالفو ګوندونو کې تفریق پیدا کړي، د ځینو خیال دی پوځ عمران خان ته دا اشاره هم ورکوي چې د دوي سره نورې لارې هم شته دی، البته په تازه څیړنو کې دا ټکي مشترک دی چې پوځ د پاکستان د سیاسي چالونو تر ټولو قوي لوبغاړی دی. څیړونکي که څه هم د پاکستان پوځ ته په سیاسي چارو کې د لاس وهنې اشارې کوي خو پوځ یو ځل بیا ويلي دوي د هیواد په سیاسي چارو کې کار نه لري.

د پوځ سره د قامی سلامتیا په نوم شوي د سیاسي مشرانو د پټ ملاقات خبر خپرولو هدف څه ؤ؟ ددې تپوس په ځواب کې څیړونکي او خبریال مرتضیٰ سولنګي وي او ای ډیوه ته وویل ددې یو مقصد دا کیدی شي چې د مخالفو کوندونو تر منځه اختلافونه جوړ کړی شي، سولنګي دا هم واي دا وخت د حکومت او مخالفو ګوندونو تر منځه ډېر ژور اختلافونه موجود دي او د قامي سلا متیا په موضوع دا ګوندونه یو ځای کیناستلو ته تیار نه ښکاري ځکه پوځ د یو منځګړي رول ولوبولو:

“داسې ښکاري د مخالفو ګوندونو او حکومت تر مرمنځه د سختو اختلافونو په وجه پوځ د سهولت کار کردار لوبولی دی”

Your browser doesn’t support HTML5

مرتضیٰ سولنګي وي او ای ډیوه ته وویل ددې یو مقصد دا کیدی شي چې د مخالفو کوندونو تر منځه اختلافونه جوړ کړی شي

د پوځي مشرانو سره په شوو تازه ملاقاتونو کې د پیپلز ګوند زلمی مشر بلاول بټو زرداري هم موجود ؤ. د بلاول دعوا ده چې دوي په قامي مسلو یو دي خو د هغه په خیال وزیراعظم عمران خان دومره صلاحیت نه لري چې د داسې غونډو مشري وکړي:

“پکار وه چې په دې غونډه کې وزیراعظم هم ناست وې او د مخالفو ګوندونو د مشرانو سره یې رابطه کړې وې، مخالفو ګوندونو تل په قامي مسلو د حکومت کمک کړی دی”

بلې خواته د حکومت د یوې بلې مخالفه ډلې یوې مشرې مریم نوازشریف ددې ملاقاتونو په بابله ويلي دي که څوک غواړي په د قامي سلامتیا په موضوع خبرې وکړي نو پارلېمان ته دې ورشي :

“په دې مسلو نه خو باید سیاسي مشران وغوښتل شي او نه سیاسي مشرانو له تګ پکار دی، که څوک غواړي چې په دې مسلو خبرې وکړي نو پارلیمان ته دې راشي”

په واشنګټن کې د ډان ورځپاڼې خبریال او څېړونکی انور اقبال واي یو خوا دوي په سیاست کې د پوځ د لاس وهنې ګېلې کوي نو بلې خوا ته هم دغه مشران د پوځ په سیاست کې کردار تسلیموي:

“مریم نواز ګیله خو وکړه چې پوځ له په سیاست کې لاس وهنه پکار نه ده خو بلې خوا ته هم د هغې د ګوند مهمو مشرانو د پوځ سره ملاقاتونه وکړل”

Your browser doesn’t support HTML5

انور اقبال واي یو خوا دوي په سیاست کې د پوځ د لاس وهنې ګېلې کوي نو بلې خوا ته هم دغه مشران د پوځ په سیاست کې کردار تسلیموي

د انور اقبال یو خیال دا هم دی چې د پوځ د سیاسي مشرانو سره ملاقاتونو ته په دې نظر هم کتل پکار دي چې پوځ اوس د مخالفو ګوندونو فشار محسوسوي او د هغوي رول ورته مهم ښکاري”

مطبوعات واي د پوځي مشرانو او سیاست دانانو تر منځه د ملاقاتونو مقصد دا ؤ چې د ګلګت بلتستان په مسله د دوي سره صلاح وشي. البته ددې ملاقاتونو ورستو بلاول بټو زرداري په یو خبري کانفرنس کې دا خوشبیني هم ښکاره کړې چې په تازه ملاقاتونو کې هغه ته دا تاثر ورکړی شوې چې پوځ به د سیاسته لرې وي.

په ټول ګوندیز کانفرنس کې د پاکستاني پخواني وزیراعظم نوازشریف البته دا ويلي وو چې د دوي مقابله د عمران خان د راوستونکو سره ده. د هغه په خیال پوځ تل د پاکستان په سیاست کې لاس وهنه کړې، د اولس منتخب حکومتونه یې ختم کړي، هغه واي عمران خان هم پوځ راوستی دی.

پوځ د نوازشریف تازه تورونو ته نیغ ځواب نه دی ویلی خو د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار یو شخصي ټي وي ته ویلي د پاکستان د پوځ مشر غواړي سیاسي مسلې دې په پارلېمان کې حل کړی شي.

د مخالفو ګوندونو د اتحاد پاکستان ډیموکریکټیک الاینس جوړېدلو نه وړاندې وزیراعظم عمران خان څو ځله ويلي د هغه په ضد مخالفه ګوندونه ځکه یو کېږي چې دوي په ځپلو وختونو کې په غلا غولتۍ کې ککړ وو او د عمران خان په قول دده حکومت به د دوي سره حساب کتاب کوي.

د حسېن حقاني په خیال باید د پاکستان سیاست دانان په دې یو شي او وتوانېږي چې پوځ ته وواي ددې ادارې کردار یواځې پېشه ور پکار دی.