رپورټ: پاکستان کې مېشته وسله والې په ایران کې په پولیس د حملې ذمه واري منلې

د پاکستان په بلوچستان او د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د وسله والو د موجودګۍ په سر د دواړو ملکونو تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي او دواړه دواړه په یو بل د خبلو مخالفینو د پناه الزام لګوي

د پاکستان سره په پوله د ایران په جنوب مشرقي صوبې سیستان بلوچستان کې د وسله والو په مختلفو حملو کې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي دي. دا خبر د ایران سرکاري مطبوعاتو د ګل، دوشنبې، په ورځ خپور کړو.

د ای اېف پي خبري ادارې د ترمخه په پاکستان کې مېشته وسله والې ډلې جېش العدل په پولیس د دوو حملې ذمه واري منلې ده.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، سیستان بلوچستان د ایران د غریب ترینو څخه یوه سیمه ده چې د پاکستان سره سرحد لري او د ډېر وخت راهسې د بې امنۍ ښکار ده.

د رپورټ ترمخه د سیستان بلوچستان په بې امنۍ کې د نشۍ توکیو سمګلران، باغیان، اقلیتي بلوڅان او سخت دریځه سنیان لاس لري.

ایرنا خبري ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ یو رپورټ کې وویل څو ګنټې وړاندې د سیستان بلوچستان په هیرمند سیمه کې یو سرحدي محافظ ووژل شو.

ایرانا وویل په سیمه کې په قانون نافذ کوونکو په جدا حمله کې بل سرحدی محافظ ووژل شو او دوه نور زخمیان شول.

په ایراني پولیس بله حمله په کش نومې کلي کې وشوه او یو پولیس په کې ووژل شوو.

د ای اېف خبري د رپورټ ترمخه جېش العدل په پولیس د دوو وروستیو حملو ذمه واري ومنله.

جېش العدل په تېرو څو میاشتو کې د یو شمېر حملو ذمه واري ملنې ده چې په کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله هم شامله ده. په دغه حمله کې یو پولیس وژل شوی دی.

د رپورټونو ترمخه، جېش العدل د ایراني سیمې د بلوچ اقلیتونو دپاره د زیاتو حقونو غوښتنه کوي او په تېرو وختونو کې يې هم د حملو مسولیت منلی دی.

د ایران سیستان بلوچستان د پاکستان د بلوچستان صوبې سره پوله لري او پاکستانۍ سیمه هم د تېرې څه مودې راهسې د بې امنۍ ښکار ده. په پاکستانۍ صوبه کې بېلتون خوښي وسله واول او سخت دریځه مذهبي ډلې وخت په وخت د حملې ذمه واري مني.

د پاکستان په بلوچستان او د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د وسله والو د موجودګۍ په سر د دواړو ملکونو تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي او دواړه دواړه په یو بل د خبلو مخالفینو د پناه الزام لګوي.

تېر کال د تېرې جنورۍ په میاشت کې ایران دعوه کړې وه چې ځواکونو يې د پاکستان په پنجګور سیمه کې د جېش العدل دوه مرکزونه په ډرون او مزایلو وویشتل او د ډلې وسله والو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

پاکستان د ایراني حملې غندنه کړې وه او ویلي یې وؤ چې په حمله کې دوه ماشومان وژل شوي او څو نور ملکي کسان زخمیان شوي دي.

د ایران د حملې دوه ورځې وروسته پاکستان وویل په "مرګ برسرمچار" عملیاتو کې یې د ایران په خاوره د ترهګرو پټن ځایونه وویشتل. ایران وویل د پاکستان په حملې نهه غېر ملکیان ووزل شوو چې زیاتره ښځې او ماشومان وو.

په یو بل د حملو وروسته دواړو ملکونو د یو بل سره سفارتي تعلقات قطع کړل چې وروسته بحال شول.

په عین حال کې د افغانستان واکمنو طالبانو ویلي داعش د پاکستان په بلوچستان او په خېبرپښتونخوا صوبو کې مرکزونه او تربیتي کېمپونه لري.

د افغانستان د واکمنو طالبانو ترجمان ذبيح الله مجاهد دعوه کړې چې په دويم ستمبر په کابل کې بريد او نورو بريدونو کې ککړ کسان یې نيولي چې په کې د پاکستان د بلوچستان صوبې د مستونګ سيمه کې تربیه شوي د داعش وسله وال هم شامل دي. پاکستان د طالبانود وياند بيان ته سمدستي ځواب نه دی ویلی.

ذبيح الله مجاهد زياته کړې، د طالبانو "د ځانګړو ځواکونو له لوري له ځپل کېدو وروسته اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کېمپونه لري.