د پاکستان د پلټونو مرکزي ادارې اېف اي ای د لاهور ښار په جوهر ټاون برخه کې د پاکستاني ښځو چين ته په قاچاق کې په مشکوک توگه ککړ يوه بله چيناي ډله رابرسيره کړيده او په تازه عملياتو کې یې ١١ چيناي وګړي او د هغوي دوه پاکستاني مرستيال نيولې دي.
ځايي مطبوعات د اېف اي اې په حواله وايي د لاهور جوهر ټاون څخه نيولې شویو چينايانو به ځانونه مسلمانان ښکاره کول او په دې طریقه به یې د پاکستاني جينکو سره ودونه کول.
مطبوعات وايي د شورو، چهارشنبې، په ورځ هم اېف ايي ای په راولپنډۍ ښار کې د خفیه معلوماتو په بيناد ١٢ مشکوک چنيناي وګړي او درې ښځې ونيولې.
په لاهور کې د اېف ايي ای ډايريکټر وقار عباسي وویل په دې اړه عمليات او پلټنې دوام لري او د دې معاملې نوغی ویستلو دپاره یې اداره هغو واده کړی شویو پاکستانۍ ښځو ته د رسيدو هڅه کوي چې د چين څخه بيرته راغلې دي.
پاکستان کې د چين سفارت ويلي په دې لړ کې به د پاکستاني ادارو سره مرسته او همکاري کوي.
د پنجاب د گوجرانوالې ښار رابعې هم په کال ٢٠١٩ د یو چینايي سره واده شوی و. هغې مېډیا ته ویلي چې چين کې به ميړه وهله ټکوله او د وژلو دهړکې به یې ورکولې خو بالاخر په چین کې د پاکستان د سفارت او چيناي پوليسو په مرسته وطن ته په تښتېدلو کې بريالې شوه.
طيبه بله مېرمن ده چې يو چيناي وګړي ته واده شوې وه. هغې مېدیا ته ویلي چېنايي خاوند یې جعلي سندونه تیار کړي وو او ځان یې په غلطه توگه مسلمان څرگند کړی و. هغه پاکستانۍ جینکۍ باید چې د چینایانو سره د ودونو نه ډډه وکړي.
اېف ايي ای درې ورځ وړاندې وویل چې د پنجاب صوبې په لاهور، ګوجرانواله او فېصل اباد ښارونو کې عمليات کړي او د ښځو په قاچاق تورن اته مشکوک چينايان يې نيولي وو چې پکې يوه چينايي ښځه هم شامله ده.
د اېف ايي ای چارواکو ويلي ؤ دغو چينايانو د پاکستاني ايجنټانو سره په شريکه د پاکستاني ښځو سره ودونه کول او بيا به یې چين ته د قاچاق کولو وروسته په جنسي کاربارو مجبورلې.
د چينايانو پرضد دغه ډول عمليات په اسلام اباد کې هم ترسره شوي او د درېو چينايانو په ګډون د اووه کسانو نيولو ادعا شوې وه.
په پاکستان کې دننه په بشري قاچاق کې د ککړو چينایي وګړو په ضد دا عمليات له هغه وروسته پيل شوي چې د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رايټس واچ په خپل وروستي رپورټ کې د چينایي وګړو د ودونو په پلمه چين ته د پاکستانيو ښځو د جنسي کاروبار دپاره د قاچاق په پېښـو انديښنه ښودلې وه او په چارواکو یې د ګامونو پورته کولو غږ کړی وو.