د کرونا وایرس د خبرونو په سر پاکستاني خبریالان ویرول کیږي، د مطبوعاتو د حقونو اداره وايي

په ورستي کلونو کې پاکستاني خبریالانو د سنسرشپ يا په خبرونو د قندغنونو خلاف مظاهرې هم کړي دي

د مطبوعاتو د حقونو یوې ادارې ويلي په پاکستان کې وفاقي او صوبايي حکومتونه د کرونا وایرس په اړه خبرونه ورکونکي خبریالان ویروي، ډرکې ورکوي او ګرفتاروي يې.

فريډم نېټ ورک د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د خپل دفتر څخه جاري شوي یو بیان کې وویل د بلوچستان په چمن ښار او د خېبرپښتونخوا په ډیره اسماعیل خان او نورو ځایونو کې چې د خبریالانو سره کوم سلوک وشو دا خبره څرګندوي چې مامورین د معلوماتو ازادۍ او د خلکو ځان محفوظ ساتلو ته هیڅ پام نه کوي.

د فريډم نېټ ورک په بیان کې حکومت دریځ په سم لاسي توګه مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني مامورین او خپله وزیراعظم عمران خان دا تاثر ردوي چې په پاکستان کې د رای په ازادۍ قدغنونه دي او یا خبریالان د خطراتو سره مخامخ کيږي.

فریډم نېټ ورک په خپل بیان کې وايي په چمن کې عبدالمتین چې د پښتو ژبې ټېلې وژن خېبر نیوز سره کار کوي او د سما ټېلې وژن دپاره کارتکوي سعیدالله اڅکزی پولیس ګرفتار کړل، د دریمې درجې تشدد یې پرې وکړو او مچ جیل ته یې ولیږل. اداره وايي دواړو خبریالانو د افغانستان څخه راتلونکو پاکستانیانو دپاره د قرنطین مرکزونو کې د اسانتیاو د نېشتوالي په اړه خبرونه ورکړي وو.

فریډم نېټ ورک وویل خبریالان چې درې ورځې وروسته د زندان نه ستانه شول نو په بدن یې د تشدد نخښې وې. "د خبریالانو سره دا ډول سلوک د چارواکو دا اراده سرګندوي چې تنقیدي خبریالان دې خاموشه کړی شي. دا چارواکو دا رویه د غندنې وړ او د منلو وړ نه ده. "

ادارې د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان نه وغوښتل چې په خبریالانو د تشدد دې تحقیقات وکړي او ککړ کسان دې سزا کړي.

فریډم نېټ ورک په ډیره اسماعیل خان کې د ۲۴ نیوز خبریال ساجد بلوچ د ویرول کېدو غندنه هم وکړه. ادارې په خپل بیان کې وویل ساجد بلوچ د وفاقي وزیر علي امین ګنډاپور د خپلې علاقې د سفر په اړه رپورټ ورکړی و چرته چې وفاقي وزیر د کرونا وایرس له امله د خلکو په رایو ځای کېدو د بندیر باوجود هم غونډه کړې وه.

ساجد بلوچ فریډم نېټ ورک ته وویل ضلعۍ انتظامیه هغه ویروي او د ضلعې د پولیس مشر د هغه امن او امان قانون پرځای ساتلو د قانون لاندې د ګرفتاروولو بانې لټوي.

فریډم نېټ ورک وغوښتل چې حکومت دې خبریالان پرېږدي چې به ازاده او بې طرفه توګه دې د کرونا وایرس په اړه خبرونه ورکړي.

پاکستاني خبریالان نه یوازې د کرونا وایرس په اړه د خبرونو په سر د مشکلاتو سره مخامخ شوي دي بلکې یو شمېر خبریالان دې وایرس ناروغه کړي او ځینې ترې مړه شوي هم دي.

د خبریالانو د تحفظ او د رای د ازادۍ ادارې وايي د دنیا په یو شمېر ملکونو کې د کرونا وایرس خبرونو په سر خبریالان د مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. د امریکې واشنګټن پوسټ نومې ورځپانې د اپرېل په میاشت کې په خپل یو رپورټ کې وویل په مطبوعاتو کې د کرونا وایرس د خبرونو مخه نیولو دپاره د دنیا په یو شمېر ملکونو کې خبریالان نیول شوي او ویرول شوي دي.