افغانان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان د پاکستان کرکټ په سیالیو پي ایس ایل کې اخستل شوي

راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان د پاکستان کرکټ په سیالیو پي ایس ایل کې اخستل شوي

د پاکستان کرکټ پي اېس اېل بیلو بیلو څانګو (فرنچایز) تاوده اعلانونه کړي چې په خپلو راتلونوکو لوبو پي اېس ایل 2021 کې د وتلیو افغان لوبغاړو په اخستلو کې بریالي شوي دي.

د لیګ شتمن فرنچایز “لاهور قلندرز” په ټویټر لیکلي:

“د افغانستان څخه بې مثله لیګ سپېنر د لاهور قلندرز شو”

فرنچایز راشد خان په پلاټینم برخه کې اخستې او ورته یې تود هر کلی ویلی دی.

بل فرنچایز ”پشاور زلمي” خبر ورکړی د سپېن بال کونکی تکړه بالر مجیب الرحمان یې په ډایمنډ برخه کې واخستلو.

پاکستاني مطبوعات وايي ال راونډر لوبغاړی محمد نبي کراچۍ کینګز خوښ کړی دی.

نن د پاکستان سوپر لیګ 2021 لپاره د لوبغاړو نومونه غوره کبدل.

د روان کال د فبرورې په شلمه د پي اېس ایل 21 سیالۍ د کراچۍ په ښار کې شورو کېږي.

د پي اېس ایل چارواکي وايي سږ کال به ټولې 34 سېالۍ په کراچۍ او لاهور ښارونو کې کولی شي.

دويي دا نه دي ویلي د کورونا وبا په ورځو کې دې لوبو کتلو ته کتونکي میدان ته ورځي او کنه.

د راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان لخوا تر اوسه غبرګون نه دی ښکاره شوی.

یو افغان او بل پاکستاني خبریال راته وویل د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کابل په خپل ورستي سفر کې د افغان صدر اشرف غني سره د کرکټ په لوبو هم خبرې شوی وې.

وړاندې هم د پاکستان په لیګ کې د افغان لوبغاړو نومونه غوره شوي وو خو دې لوبغاړو په دغه سیالیو کې د برخې اخستلو څخه معذرت کړی ؤ.

معلومه نه ده دا ځل به دا درې واړه لوبغاړي ولوبېږي کنه خو په ټولنیزو رسنیو یو ځل بیا وېشل شوي غبرګونونه لیدل کېږي.

ځیني افغان کرکټ خوښونکي په دې خبره خوشالي او ځیني ناخوښي ښايي.

راشد، مجیب او نبي د هند په ګډون د نړۍ په نورو لیګ لوبو کې هم اکثره لوبېږي.

د پاکستان کرکټ په سوپر لیګ کې ددې افغان لوبغاړو نه پرته د نورې نړې هم مهم لوبغاړي خوښ شوي دي.