پاکستان کې د ۵۰۰۰ نه سېوا کسان بې درکه دي: حکومتي کمېشن

پاکستان کې په زور یا جبري بې درکه شوو خلکو د معلومولو لپاره جوړ حکومتي کمېشن په یو تازه رپورټ کې منلي د ګرد هیواد نه د ۵۰۰۰و نه سېوا د بې درکۍ کېسونه رپورټ شوي.

د رپورټ تر مخه په دغو کې تر ټولو لویه شمیره د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ده، چرته چې په یاده موده کې ۲۱۵۷ کسان په زوره د امنیتي ادارو لخوا اوچت کړی شوي. رپورټ زیاتوي په دغه موده کې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو نه بې درکه شوو ۹۱۷ کسانو قضیې حل شوي او په ۹۸۳ کار روان دی.

د حکومتي کمیشن تر مخه پاکستان کې بې درکه کړی شوي کسانو کې د ملتپاله ګوندونو، مدني فعالینو او مذهبي تندروه ډلو سره تعلق لرونکي کسان شامل دي. په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅانو وروسته په تیره څه موده کې د سند ایالت نه هم د خلکو په زوره بې درکه کولو پېښې سېوا شوي او د دغو پرضد سخت غبرګون هم په نظر راځي.

تیره اونې د سند صوبې په کراچۍ، لاړکانه او سرښار اسلام اباد کې په سند کې په زوره د جبري بې درکۍ پرضد سخت احتجاجونه شوي. د حکومتي کمیشن تر مخه د سند ایالت نه د بې درکه شوو کسانو په کېسونو کې ۱۳۴۳ قضېې حل شوي، خو دا نه دي ویل شوي چې د دغه صوبې نه څومره کسان په کوم تور کې اوچت کړی شوي.د هیواد کړکېچنې صوبې بلوچستان په اړه بیا د کمېشن رپورټ وايي د ایالت نه ۳۴۸ د بې درکۍ کېسونه رپورټ شوي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند په تیر حکومت (۲۰۰۸-۲۰۱۳) کې د بې درکه خلکو معلومولو لپاره د سترې محکمې پخواني قاضي جسټس جاوید اقبال په مشرۍ کې یو کمیشن جوړ کړی شوی. یاد کمیشن په خپل تازه رپورټ کې ویلي د کال ۲۰۱۱م راهسې په ګرد پاکستان کې د بې درکه خلکو ۵۱۷۷ کېسونه یا قضيې رپورټ شوي دي.

پاکستاني مطبوعاتو د کمیشن اف انکواېري ان اېنفورسډ ډس اپیرنس د خولې وايي د کال ۲۰۱۱م راهسې ۳۳۳۱ بې درکه کسان معلوم کړی شوي.

که څه هم د پاکستان دغه حکومتي کمېشن هم مني چې په هیواد کې په زوره بې درکه کړی شوو خلکو شمیره پېنځه زره ده خو د پښتون ژغورنې غورځنګ ترمخه یواځې د پاکستان قبایلي سیمو نه د ۳۰۰۰ نه سېوا خلک امنیتي او استخباراتي ادارو کسانو اوچت کړي دي.

پاکستان کې د بشري حقونو تنظیمونه هم دغه شمیره سېوا ښايي. پاکستان کې د بشري حقونو قامي کمېشن یا اېن سي اېچ ار یو چارواکی ډاکټر یحیا وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت په حکومتي شمیرو بې باوري ښودلې او زیاتوي په زوره د خلکو بې درکه کول نا انصافي ده.

٫٫ د پښتون ژغورنې غورځنګ سره موجودې شمیرې سمې دي، ځکه د قبایلي سیمو نه د زرګونو په شمیر کې خلک بې درکه دي. زیات تره کسان د خپلو کورونو نه اوچت کړی شي ځېنې بیرته راشي او د ګڼو هیڅ پته نه لږي. یو شمیر بیا د امنیتي ادارو په مرکزونو کې ساتل کیږی.٬٬

پاکستان کې زیات تره د بې درکه کسانو پړه په پوځي او استخباراتي ادارو اچول کیږي. د پاکستان سترې محکمې هم د بلوچستان امنیت په اړه قضیه کې د بې درکه کسانو ذمه واري په پوځي استخباراتي ادرو اچولې وه. پوځي او استخباراتي ادارې دغه تورونه ردوي.