سپریم کورټ: تش د پلټنو د کمیټې په سفارش، څوک بهر ته له تگ نشي ایساریدلی  

د پاکستان سترې محکمې، مرکزي حکومت ته د جعلي بينک کهاتو په مقدمه کې د پخواني صدر اصف علي زرداري او د سندهــ ايالت د اعلی وزير مراد علي شاه په ګدون د ١٧٢ تنانو د سفري بنديزونو په نوملړ کې د شاملولو پريکړې ته د بيا کتنې امر کړی دی.

بل خوا د کورنیو چارو لپا ره د سينټ کميټې، د حکومت مخالفت با وجود، د سفري بنديزونو د نوملړ په نامه د کال ٢٠١٨ ترميمي بل منظوري ورکړې ده.

د مشر قاضي جسټس ثاقب نثار په مشرۍ د سپريم کورټ دوه کسيزه بينچ د ګل په ورځ د جعلي بينک اکاونټس په اړه د از خود نوټس اورونه وکړه او ویې ويل چې څنګه وفاقي کابينه تش د پلټونو د ګډې ډلې د رپورټ په اساس د سندهــ د اعلی وزير مراد علي شاه په گډون د ١٧٢ تنانو نامې د سفري بنديزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د پيلپز ګوند مرکزي مشر او د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر لطيف کهوسه وایي داسې چرې هم نه دي شوې چې يوه ورځ يوه اداره د چا نوم په اي سي ايل کې د اچولو خواست کړې وي او په صبا یې کابينې د هغه تن نامه د سفري بنديزونو په نوملړ کې شامل کړې وي.

د سپريم کورټ د ودانې بهر ميډيا سره د خبرو په مهال د نوموړي وينا وه، مرکزي حکومت په سندهــ کې د پيلپز ګوند صوبایي حکومت د ختمولو لپاره په ډاګه ميدان ته راغلی. هغوی په سندهـ کې د ګورنر راج لګولو او د سندهـ د اعلي وزير د مستفعي کيدو خبرې کوي او بلاول هم ګڼي چې د مرکزي حکومت مرام اتلسم دستوري بدلون ختمول او يونيټري نظام راوړل غواړي.

مطبوعات وایي د مشر قاضي وينا وه چې نه خو د داسې کوم ګام امر عدالت کړې او نه د احتساب قامي بيورو يا نيب لخوا داسې کومه خبره شوې ده.

د مشر قاضي وينا وه داسې څنګه کيدې شي چې وفاقي کابينه د حقايقو د لټون دپاره د جوړې کړې شوې ګډې تحقيقاتي ډلې د رپورټ په بنسټ د خلکو نامې د سفري بينديزونو په نوملړ کې اچولې وي.

عدالت وایي داسې ګامونه د بنيادي بشري حقونو په سرغړونو کې راځي. عدالت د مشترکه تحقيقاتي دلې مشر احسان صادق ته ويلي چې هغه ته خلکو د نومونو د سفري بنديزونو په نوملړ کې د اچولو چا ويلي وو.

اټارني جنرل عدالت ته ويلي چې د احسان صادق له خوا مرکزي حکومت ته په ليږلي شوي خط د غور ورستو ددغه تنانو نومونه په اي سي ايل کې د شاملولو پريکړه کړې شوې وه.