د خزانې وزیر: پاکستان به دیوالیه کیږي او یا به د ايي اېم ایف نه قرض اخلي

پاکستان کې د اېنفېلشن یا گرانۍ شرح دا وخت نهه اشاریه څلور فیصد ده چې د کال ٢٠١٣ راهسې تر ټولو زیاته کچه ده او زیاته گراني د توانايي او د خوراک په مدونو کې شوې ده

د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر ویلي د قرضونو په ادایگۍ کې توازن راوستلو دپاره به پاکستان د ايي اېم اېف نه قرض اخلي گني نو هېواد به دیوالیه شي.

په دې لړ کې د پاکستان د خزاني پخواني وزیر سلمان شاه وي او ای ډیوه ته وویل د ايي اېم اېف مقصد د پاکستان په رنگ اقتصادي حالاتو سره د مخامخ هیوادونو مرسته کول دي او که چېرې اداره پاکستان ته قرض ورکړي نو د پاکستان دپاره به ښه خبره وي.

د خزانې وزیر اسد عمر

د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې دي نیوز د رپورټ ترمخه د خزانې وزیر اسد عمر په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل که چېرې پاکستان دیوالیه شي نو د روپۍ قدر به نور هم وغورځیږي او په هېواد کې به د سرمایه کارۍ صورتحال نور هم خراب شي.

د پاکستان د کمې اقتصادي ودې اټکل

ایشیايي ترقیاتي بېنک ای ډي بي اټکل کړی چی د پاکستان دمعا‍شي وده به په سیمه کې د نورو هیوادونو په مقابل کې تر ټولو کمه وي. په کال ٢٠١٨ ٢٠١٩ د هویاد درې اشاریه نهه فیصد او ٢٠١٢٠ کې د درې اشاریه شپږ فیصد

اقتصاد پوهان وايي که چېرې پاکستان د ايي اېم اېف نه قرض اخلي نو د ادارې په وینا به ځینې بدلونونه کوي چې په ولس به یې وزن غورځیږي خو د خزانې وزیر اسد عمر وویل حکومت به داسې اقتصادي اصلاحات کوي چې په ولس به کم نه کم پټې پرېوځي.

حکومت د بجلۍ په مد کې د ١٥ ارب روپو قرض سره مخامخ دی. د خزانې پخواني وزیر سلمان شاه وویل د بجلۍ قرض ادا کولو دپاره به د بجلۍ بییه نوره هم زیاتېږي، حکومت به نور ټېکس یا مالیه راغونډوي او په نتیجه کې به یې په ولس د قرض پټې زیاتېږي.

خو اسدعمر وویل د ايي اېم اېف سره نه به په نرمو شرایطو قرض اخلي.

د قرضونو پټی

ماهرین وايي پاکستان چې په کوم حساب قرضونه اخلي په نتیجه کې به یې په اینده دوو کلونو کې د هیواد د خارجي قرض مالیت ١٢٠ ارب ډالرو ته ورسیږي.

رویټرز خبري اداره وايي په پاکستان کې د افراط زر او د گرانۍ شرح دا وخت د تېرو پنځو کلونو تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلې ده او خلک د وزیراعظم عمران خان د حکومت نه سخت مایوسه شوې دي. رپورټ وايي ولس عمران خان د غربت د ختموولو، د روزگارونو د پېدا کولو او د فلاحي ریاست د جوړولو په لوظ منتخب کړی و.

رویټرز وايي پاکستان به د ايي اېم اېف نه په ١٣ ځل قرض اخیستلو ته ځان تیاروي او یا به د قرضونو په ادایگۍ کې زیاتېدونکي خلا ته ځان تیاروي چې اقتصاد یې تباه کولی شي.

ماهرین وايي تېل او خوراکي شیان تر ټولو زیات گران شوې دي

گراني او د ولس مایوسي

پاکستان کې د اېنفېلشن یا گرانۍ شرح دا وخت نهه اشاریه څلور فیصد ده چې د کال ٢٠١٣ راهسې تر ټولو زیاته کچه ده او زیاته گراني د توانايي او د خوراک په مدونو کې شوې ده.

په موجوده مالي کال کې سټېټ بېنک د اقتصادي ودې اټکل د درې اشاریه څلور او پنځه فیصد په شرح کړی دی چې د حکومت د شپږ اشاریه دوه فیصد نه لاندې دی.

د اپریل په لومړۍ نېټه حکومت د پېټرولو په بییو کې د لیټر په سر شپږ روپۍ اضافه وکړه او اقتصاد پوهه سعد هاشمي رویټر ته وویل د توانيي نرخونه نور هم زیاتېدی شي او گراني یا اېنفېلشن کې نوره هم اضافه کیدی شي.

که څه هم اقتصادي ماهرین وايي پاکستان سره د بییو زیاتوولو او د اخراجاتو کموولو پرته بله کومه چاره نشته خو رویټرز وايي د صارفینو صبر په تمامېدو دی.

یاسر سلطان په اسلام اباد کې ټېکسي چلوي وايي په تېر یو نیم کال کې د پېټرولو نرخونو زیاتو له امله یې امدن نیم په نیمه کم شوی دی. هغه وویل عمران خان خو ملک نه د غربت د ختمولو خبرې کولې خو اوس "هغه غریبانان ختموي."