په نوو انتخاباتو کې د امیدوارانو نه د تعلیم او ټېکس په اړه پوښتنې نه کیږي

د کال ٢٠١٣ م د نامزدگۍ په فارمونو کې ځینې پوښتنې د سږ کال په کاغذونو کې نه دي شوي. په زړو فارمونو کې به امیدواران پابند وو چې خپل تعلیم، د بل ملک د شهریت، او د ټېکس په اړه معلومات الېکشن کمیشن ته ورکړي

د پاکستان الېکشن کمیشن د جولايي د میاشت په ٢٥ مه نېټه د نوي پارلېمنټ په انتخاباتو کې برخه اخیستونکو امیدوارانو ته د نامزدگۍ کاغذونو د ورکولو عمل د گل، دوشنبې، د ورځ نه شروع کړو.

په نوو کاغذونو به کې د امیدوارانو نه په بل ملک کې د شهریت، ټېکس او د تعلیم په اړه پوښتنې نه کیږي.

د نامزدگۍ په کاغذونو یا فارمونو کې امیدواران الېکشن کمیشن، چې د ووټونو داتنظام حکومتي اداره ده، ته د خپل ځان په اړه بنیادي معلومات ورکوي، د ځینې پوښتنو جوابونه ورکوي او د سوگند په شکل کې د ځینې خبرو تاید کوي.

د نوو انتخاباتو دپاره الیکشن کمیشن په فارمونو کې ځینې تبدیلۍ کړې دي چې د پخوا په پرتله پکې ځینې پوښتنې نه دي شوي.

د کال ٢٠١٣ م د نامزدگۍ په فارمونو کې ځینې پوښتنې د سږ کال په کاغذونو کې نه دي شوي. په زړو فارمونو کې به امیدواران پابند وو چې خپل تعلیم، د بل ملک د شهریت، او د ټېکس په اړه معلومات الېکشن کمیشن ته ورکړي.

د کال ٢٠١٣ د انتخاباتو دپاره د نامزدگۍ په فارمونو کې د امیدوار نه دا تپوس هم کیدو چې په تېرو دریو کلونو کې یې د ملک نه بهر څومره سفرونه کړې دي او څومره خرچه پرې شوې ده. امیدوار په دغه سفرونو د مصرف د حساب ورکولو پابند و. په نوو انتخابي فارمونو کې دغه معلومات نه دي غوښتل شوي.

د یو خواست په جواب کې د لاهور هايي کورټ الېکشن کمیشن ته امر کړی و چې دغه پوښتنې دې د نامزدگۍ په نوو فارمونو کې بیرته شامل کړي. خو سپریم کورټ د الېکشن کمیشن په عارضه د لاهور هايي کورټ فېصله خارج کړه.

په پاکستان کې په انتخاباتو د نظرساتونکې ادارې "فري اینډ فیر الیکشن نیټ ورک" یا فافن څېړونکی ظهیر خټک وايي د سپریم کورټ د فېصلې ورسته د انتخاباتو په خپل وخت کیدو کې څه خنډ وس نه ښکاري. "اوس زمونږ ١٠٠ فيصد امید دی چې انشاالله الیکشن به په خپل وخت په ٢٥ مه جولايي کیږي."

د کاغذات نامزدگۍ د جمع کولو اخېري تاریخ د جون د میاشت اتمه نېټه ده. د جون د ١۴ مې نېټې پورې به د کاغذات نامزدگۍ جاج اخیستل کیږي، ددې ورسته به د امیدوارانو حتمي فهرست شائع کولی شي او د جون د میاشت په ٢٩ مه نېټه به امیدوارانو ته انتخابي نښې ورکړی شي.

د نامزدگۍ په نوو کاغذونو کې امیدوارانو نه د د ټېکس نمبر نه دی غوښتل شوی او نه هم ترې په تېرو دریو کې کلونو کې د زرعۍ ټېکس په اړه معلومات غوښتل کیږي. ددې ترڅنگ د امیدوارانو نه د تعلیم قابلیت په اړه هم معلومات نه غوښتل کیږي.

دغه معلومات ورکول د کال ٢٠١٣ م په انتخاباتو کې ورکول لازمي وو.

په نوو کاغذونو کې د ائین د ٦٢ او ٦٣ مې مادې د لاندې امیدوار دپاره د صادق او د امین سوگند ورکول پرځای ساتل شوی دی.

ښاغلي خټک په سیاسي گوندونو او په انتخاباتو کې برخه اخیستونکو باندې غږ وکړو چې د انتخابي کمیشن د ضوابدو پابندي دې وکړي ځکه چې د هغه په ونیا په داسې کولو جمهوریت او ریاستي ادارې مضبوطیږي.