رپورټ: د پاکستان پوځ پخواني ترجمان خاندان په امریکا او نورو ملکونو د اربونو روپو کاروبارونه لري

نن سبا عاصم باجوه د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سرحکار اود پاکستان چین اقتصادي پروژې دپاره جوړ اتارټۍ مشر دی

پاکستاني خبريال احمد نوراني په فيکټ فوکس نومى ويب پاڼه خپور شوي رپورټ کى دعوه کړې ده چې د وزير اعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاحکار او د پاکستان چين اقتصادي پروژې، سي پېک، اتهارټۍ مشر جرنل ريټايرډ عاصم سليم باجوه خاندان د امريکا په شمول په يو شمېر نورو هيوادونو کى د اربونو روپو ملکيت جايدادونه او سرمایه کاري لري.

که څه هم عاصم باجوه دغه رپورټ رد کړى او دا یې د خپلې کورنۍ په ضد پروپګېنډه بللي خو د حکومت مخالفه پيبلز ګوند مرکزي ليډر فرحت الله بابر د باجوه خاندان د کاروبارونو په اړه د رپورټ په لړ کې وویل په دې کې سنګینې پوښتنې او شکوک او شبهات راپورته شوي او د پاکستان د پوځ او حکومت دې تحقیقات وکړي

فرحت الله بابر وویل د پلټنو سر ته د رسېدو پورې دې ښاغلی باجوه د خپلې څوکۍ نه لرې شي.

په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه خبریال پيرولایت شاه د احمد نورانی د رپورټ له قوله په خپل رپورټ کې وايي په کال ۲۰۰۲ کې چې عاصم باجوه د کرنېل په حېثيت د پخواني پوځي جرنېل مشرف په عمله کې شامل و نو دغه وخت و چې د هغه ورورو د پاپا جونز پېزا رېسټورېنټ دلارې خپل خانداني کاروبار پېل که.

د پاکستاني خبریال احمد نوراني دغه مضمون ترمخه پوځ کې د عهدې په لحاظ مخکې تلو سره سرعاصم باجوه کاروبار هم ورځ تر ورځه وده کوله او دا وختې باجوه خاندان په څلورو هېوادونو کې د یو کم سل کمپنیانو سره د ۱۳ تجارتي یا کمرشل جایدادونو او د ۱۳۰ نه زیاتو رېسټورانټونو مالکه دی.

د خبریال احمد نوراني ترمخه د عاصم باجوه ښځه فرح زېبا د خپل خاوند وروڼو ملکیتي باجکو نومې کاروباري ګروپ کې د برابر حصه لري او په کال ۲۰۱۵ د عاصم باجوه دوه زامنو په هغه وخت کې په امریکا کې کاروباري کمپنیانې پرانېستلې وې کله چې د دوی پلار د پاکستان پوځ‌ د عامو اړیکو څانګې مشر و.

مضمون زیاتوي باجوه خاندان درې هېوادونو کې د دوه اتیه کمپنیانو دلارې د څلوېښت مېلینه ډالرو نه زیاته سرمایه کاري کړې ده.

خبریال احمد نوراني دا دعوه هم کړې چې امریکا کې د رسمي سندونو دلارې عاصم باجوه د ښځې امریکا کې د دیارلس کمرشل یا تجارتي عمارتونو ملکیت پخلی کیږي.

څرګنده دې وي چې جنرل ریټایرډ عاصم سلیم باجوه د پوځ د عامو اړیکو څانګې مشر پاتې کېدو وروسته د بلوچستان کور کمانډر په څوکۍ باندې هم پاتې شوی و.

نن سبا هغه د وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سرحکار اود پاکستان چین اقتصادي پروژې دپاره جوړ اتارټۍ مشر دی.

په ورستیو کې وزیراعظم د سلاحکار په حېث عام باجوه خپل اساسو فارم کې کې لیکلي وو د هغه ښځه کم یو بهرني هېواد کې څه جایداد نلري.

پاکستان کې لوی حکومت مخالفه پېپلز ګوند مرکزي لیډر فرحت الله بابر د خبریال احمد نوراني دغه رپورټ کې عاصم باجوه د کاروبار په سر راپورته شوي سوالونه ډیر سنګینه بلي.

ډیوه ریډیو سره خبرو کې فرحت الله بابر د پاکستان حکومت او پوځ نه د رپورټ د پلټنو د غوښتنې دغه عمل سر ته د رسېدو پورې د عاصم باجوه د څوکۍ نه لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.

فرحت الله بابر وویل د رپورټ په اړه د عاصم باجوه او د حکومت خاموشي به شکوک او شبهات نور هم زیات کړي. هغه وویل غواړي ترڅو د دغه معاملې تحقیقات کېږي تر هغې دې عاصم باجوه په خپله د خپلې عهدې نه ځان خپله لرې کړي.

جنرل ریټایرډ عاصم سلیم باجوه فېټ فوکس رپورټ رد کړی دی او دایې د هغه او د کورنۍ خلاف ناوړه پروپګېنډه ګرځولې ده. عاصم باجوه په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د نامعلومه وېب پاڼې دلارې په هغه او خاندان لګول شوي الزامونه به کلکه ردوي.

خبریال احمد نوراني ترمخه د دغه رپورټ د خپرېدو وروسته د کاروباري کمپنیانو د څار حکومتي ادارې په وېب پاڼه باندې د مخکې نه درج د عاصم باجوه زامنو ملکیت کمپنیانو تفصیلات لرې کړی شوي دي.

د وي اوای ډیوه خبریال پیر ولایت شاه په خپل رپورټ کې وايي د فېکټ فوکس وېب پانې دغه رپورت د راتلو وروسته په ټولنېزو رسنیو باندې هم غبرګون په لېدلو کې راځي.

د بشري حقونو کارمنده رابعه محمود ټویټ کړی د احمد نوراني د رپورټ خپرېدو وروسته د هڅو باوجود فېکټ فوکس وېب پاڼې ته رسايي نه کېږي.

دفاعي څیړونکي ډاکتر عایشه صدیقي ټویټ کړی عاصم باجوه یې د مخاطب کولو په ترڅ کې ویلي په یوساده ټویټ باندې دا معامله نه خلاصیږي او غوره به دا وي چې ته په خپله دفاع کې مستند ثبوتونه وړاندې کړې.