په قبایلي ضلعوکې د اصلاحاتو په لار کې مشکلات دي، څېړونکی وايي

د سږ کال د می په مایشت کې د پاکستان پارلیمنټ په آئین کې د ترمیم دلارې فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو فېصله وکړه او دا رنگ د فاټا شپږ ایجنسۍ په صوبه کې شاملې شوې او د ضلعو درجه ورته وکړی شوه

څېړونکي وايي په پخوانۍ فاټا سیمو کې چې اوس د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې دي هلته د اصلاحاتو په لار کې مشکلات موجود دي او یو لوې مشکل پکې د مالي وسایلو نشتوالی دی.

د گل، دوشنبې، په ورځ د پېښور یونېورسټۍ د قبایلي سیمو د مطالعې په مرکز کې یوې غونډې ته په قبایلي ضلعو کې اصلاحاتو په اړه د مرکز د تیرو لسو میاشتو د تحقیق تفصیل ورکړی شو. د تحقیق نتېجې ښايي په قبایلي ضلعو کې به د اصلاحاتو اثار هغه وخت څرگند شي چې سیمې ته د لوظونو سره سمې خپلې د پېسو پنگې ورکړی شي.

د پېښور یونیورسټۍ د فاټا د مطالعې مرکز مشر حسین شهید سهروردي د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه ته وویل د صوبو ترمېنځه د مالي وسایلو دپاره انتظام این ایف سي د قبایلي ضلعو دپاره د درې فیصد برخې لوظ کړی دی او که چېرې د پېسو دغه شرح په قبایلي سیمو مصرف شي نو په پخوانۍ فاټا سیمه کې به اصلاحات ولیدل شي.

د سږ کال د می په مایشت کې د پاکستان پارلیمنټ په آئین کې د ترمیم دلارې فاټا په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو فېصله وکړه او دا رنگ د فاټا شپږ ایجنسۍ په صوبه کې شاملې شوې او د ضلعو درجه ورته وکړی شوه.

حسین شهید سهروردي وویل که څه هم په لویه کچه اصلاحات وشول او د فاټا حیثیت بدل شو خو په بنیادي کچه ولس ته به د اصلاحاتو احساس هغه وخت وشي چې ځايي خلک بنیادي حقوق ترلاسه کړي او په قبایلي ضلعو کې د پولیس او عدالت نظام پرځای شي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتو په لار کې مشکلات