پاکستان کې د خوراکي شیانو په قيمتونو کې موجوده اضافې د اقتصاد پوهانو په وېنا د هېواد د کم امدن طبقه ډیره ځپلې ده چې وايي د خوراک د هر څيز په نرخ د شل نه واخله تر سل روپو پورې اضافه شوي ده.
د پاکستان د شماریاتو مرکزي ادارې د سپټمبر په مىاشت کې د ګرانۍ په شرح کې د 9.04 اضافې اعلان کړې و او د هېواد مرکزي بېنک هم د سپتمبر د مياشت په اخېر کې د خوراکي څيزونو په رسد کې د ځنډ له کبله ګرانۍ د سېوا کېدو اشاره کړې وه.
وزیر عمران خان هم د خوراکي توکو په نرخونو کې د اضافې نوټس اخستی او په ټوېټر یې ویلي جاج به اخلي چې د ګرانۍ سبب په رسد کې کمی دی او که ذخیره اندوزى ده؟
اقتصاد پوهان د خوراک څښاک د شېانو په قيمتونو کې د اوسنې اضافې لويه وجه د تېلو، بجلۍ او ګېس په نرخونو کې زياتوالی، د رسد په لړ کې ځنډ، ذخیره اندوزي، سمګلنګ او حکومتي بد انتظامى بولي.
د مردان پوسټ ګريجوېت کالج پرنسپل او اقتصاد پوه ډاکټر منظور وايي د اوسنۍ ګرانې بله وجه د حکومت مختلف ټېکسونه هم دي چې د خوراکي موادو د رسد په هر پړاو کې د څيزونو په قيمت اثر غورزوي. اخوا يو بل ازاد
د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې د تخت باى تحصيل اوسېدونکی محمد رسول چې په دهاړۍ کار کوي او د اوو بچو کور پالي وي او ای ډيوه ته وايي په تېرو دريو مياشتو کې د خوراک د هر څيز قيمت په بره تللی دی. هغه واي غوړي مخکې په 150 روپې کلو وو چې اوس 200 روپو ته وختل، دغه راز غټ دال به په 100 کلو وو چې اوس په 120 روپۍ دي. هغه وايي ګرانې دومره تنګ کړی نه پوهېږي چې څه وکړي؟
د پاکستان د شمارياتو د ادارې د سي پي اي انډېکس ترمخه ېو پاکستانی اوسطاً د خپل امدن 34.58 فيصدي برخه د خوراک څښاک په څيزونو، 26.68 فيصدي د کور په کرايې، 3.8 فيصدى په تعليم او 2.7 فيصدى برخه په صحت مصرفوي. ښکاره دې وي پاکستان کې د مالي کال 2018-19 کې د ګرانې شرح په مجموعي توګه 6.8 فيصدى رېکارډ کړی شوې وه چې مالي کال 2019-20 کې په 10.7 فيصدى شرح ودرېده.
اقتصاد پوه او د مردان کالج پرنسپل ډاکټر منظور د دې وجه د حکومت په کچه سمې او په وخت فيصلې نه کول هم ګرځوي. يو بل ازاد اقتصاد پوه سجاد مهمند وايي د خوراکي څيزونو په قيمتونو کې راغلې اوسنې اضافې لويه وجه د سپلايي په اړخ کې ځند او په مارکیټ د ټهېکدارانو کڼټرول ښي او وايي بايد چې حکومت يو خو د نرخونو د کنټرول ضلعي انتظاميه وکاروي او ورسره دې ذخیره اندوزي هم قابو کړي. هغه د بجلۍ، ګېس او د تېلو په قيمتونو کې اضافه د خوراکي څيزونو په نرخ کې د زياتوالی يواځنې علت نه ګڼي.
وزیر اعظم عمران خان هم وايي د خوراکي توکو د بېعو د قابو کولو لپاره به ټول رياستي وسایل کاروي مخالف سياسي ګوندونه هم د ګرانۍ لوېه وجه د حکومت ناقصې پالیسۍ ګرځوى او وړاندې ورځو مرکزي وزير شېخ رشيد ګراني د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت تر ټولو لوي دښمن بللی و.
اقتصاد پوه سجاد مهمند د خوراکي څيزونو کې داضافې لویه وجه ذخیره اندوزي او د حکومت بد انتظامي بولي.