پاکستان د ايي اېس ايي په وینا په اسلام اباد کې د پښتو ٫٫ رېډیو مشال٬٬ دفتر تړلی

Radio Mashaal Logo

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پوځي استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په وینا د پښتو «رېډیو مشال» د یو شمیر تورونو لګولو تر څنګ په اسلام اباد کې د رېډیو د دفتر د تړلو امر کړی دی. مشال رېډیو (رېډیو فري یورپ) د پاکستان حکومت تورونه رد کړي او وايي اوریدونکو ته بې پلوه مالومات ورکوي.

د ازادي رېډیو عمومي مشر ټامس کینټ وایي، مشال رېډیو یوه شخصي رسنۍ ده، چې د امریکې د کانګرس په مالي مرسته چلېږي او د هیڅ هېواد له استخباراتي ادارې سره تړاو نه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې چې د اسلام اباد چیف کمیشنر او د پولیسو مشر ته لېږل شوې، ویل شوي چې د ایي ایس ایي د رپوټ له مخې د مشال رېډیو پروګرامونه "د پاکستان د ګټو خلاف او د دوښمن هېواد د استخباراتي ادارې له ایجنډا سره برابر دي"

د پاکستان د حکومت تورونه:

د کورنیو چارو خبرپاڼه وایي د دې رېډیو د خپرونو څلورو مرکزي موضوعاتو ته په پام سره یې دا پرېکړه وکړه، چې په اسلام اباد کې د هغوی دفتر وتړي او پر کارونو یې بندیز ولګوي. وایي هغه څلور موضوعات دا دي:

  • پاکستان د ترهګرۍ د مرکز او د وسلوالو د خوندي پناه ځای په توګه یادوي
  • د پاکستان په ضد دا پروپیګنډا کوي چې دا هېواد خپلو مذهبي اقلیتونو اوپه ځانګړې توګه پښتنو ته په امنیت ورکولو کې ناکامه دی
  • د خیبرپښتونخوا، قبایلي سیمو (فاټا) او بلوچستان پښتانه له ریاسته مرور ښکاره کوي
  • د حقایقو په مسخه کولو خلک د ریاست او ادارو په ضد را پاروي

د مشال رېډیو غبرګون:

د ازادي رېډیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ښاغلي ټامس ویلي، د پاکستان له خوا د مشال د کارونو پر بندیز بېخي زیات اندېښمن دی او غواړي په دې اړه د پاکستاني چارواکو د ارادې په اړه لا نور مالومات ولري:

" مشال رېډیو زموږ پاکستاني اورېدونکو ته د بې پلوه مالوماتو یوه باوري سرچینه ده، موږ هیله لرو چې دا ستونځه له ځنډ پرته حل شي"

په پراګ کې د مشال رېډیو مشر (ډایریکټر) محمدامین مدقق وایي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي د جمعې په ورځ (۱۹ جنوري) د مشال دفتر ته ورغلي او د دفتر له مشر او منتظمینو سره د خپلو کارونو د بندولو په اړه خبرې کوي.

د مشال رېډیو مرکزي دفتر د چیک جمهوریت په پایتخت پراګ کې دی، خو د مشال ریډیو خبریالان د خپلوخبري چارو پرمخ بوتللو لپاره په اسلام اباد کې هم دفتر لري. دا رېډیو په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې هم خبریالان لري، چې هره ورځ پر روانو چارو او د خلکو پر ستونځو ورته رپوټونه جوړوي.

مشال رېډیو د ازادې اروپا یا ازادي رېډیو څانګه ده، چې امریکې په مالي مرسته چلېږي. مشال خپلې خپرونې د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ په ۱۵مه پیل کړې او د ورځې ۹ ساعته خپرېږي. د ډان انګرېزي ژبې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د دې رېډیو د پیلولو مقصد دا وو، چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د وسلوالو سازمانونو د ایف ایم رېډیوګانو په مقابل کې د متبادل په توګه خلک له حالاتو خبر وساتي.

سره له دې چې مشال رېډیو له تېرو اوو کلونو خپرونې کوي او په اړه یې د پاکستاني چارواکو له خوا داسې څرګندونې نه دي شوي، چې د دې رېډیو پروګرامونه دي یې د ریاست د ګټو یا تګلارې په ضد ګڼلې وي، خو دا چې دغه رېډیو د امریکې په مالي مرسته چلېږي، نو داسې ښکاري چې اسلام اباد دا ګام د امریکې له خوا د پوځي مرستو د ځنډولو په غبرګون کې اخیستی دی.

پاکستان کې مطبوعاتي ازادي:

د هیومن رایټس واچ پروني خپور شوي رپورټ له مخې په ۲۰۱۷م کال کې په پاکستان کې د مدني ټولنې پر فعالینو او خبریالانو باندې د امنیتي ادارو او وسلوالو ډلو له خوا د بریدونو په وسیله د دوی د غږ غلي کولو هڅه روانه وه.

رپورټ وایي په خاصه توګه هغه خلک چې پر امنیتي ادارو یا پوځ یې نیوکې کولې. رپوټ وایي په پاکستان کې رسنۍ تر فشار لاندې ساتل شوي او د بیان ازادي نه شته.

رپورټ زیاتوي د حکومتي ویرو له امله د میډیا ادارې سېلف سېنسرشپ یا په شخصي توګه په خبري ادارو کې د خبرونو په خپرولو کې د خوښې خبرونه خپروي.

د مشال ریډیو ویب پاڼه تاسو په لانديني لنک کتلی شئ.

https://www.mashaalradio.com/