په پاکستان کې د ډبو زیاتره پۍ د استعمال وړ نه دي، سرکاري لیبارټري وايي

په پاکستان کې د ساینسي او صنعتي تحقیق دپاره حکومتي لیبارټري کاونسل اف ساینټیفیک اینډ انډسټریل ریسرچ، پي سي ایس ايي ار، وايي په هیواد کې خرڅیدونکې د ډبو په ١٦ مختلفو پیو کې یوازې شپږ قسمه پۍ د استعمال جوگه دي او نور مضر صحت دي

په پاکستان کې د ساینسي او صنعتي تحقیق دپاره حکومتي لیبارټري کاونسل اف ساینټیفیک اینډ انډسټریل ریسرچ، پي سي ایس ايي ار، وايي په هیواد کې خرڅیدونکې د ډبو په ١٦ مختلفو پیو کې یوازې شپږ قسمه پۍ د استعمال جوگه دي او نور مضر صحت دي.

د پیو یا شودو په اړه پي سي ایس ايي ار خپل رپورټ د مخلتف قسمه پیو د جاج اخیستلو ورسته جاري کړی دی. ادارې دغه رپورټ د عدالت په حکم قامي اسمبلۍ ته هم وړاندې کړی دی.

پي سي ایس ايي ار د پیو په خپله تجزیه کې د مخلفتو پیو نومونه اخستلې دي چې کوم د استعمال دپاره سم دي او کوم نه دي.

د پي سي ایس ايي ار د رپورټ او د خوراک او څښاک مضر صحت شیانو استعمال د انسان په بدن څه اثر غورځوي، په دې هکله نور تفصيل پیښور نه د وي او ای ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه په رپورټ کې اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان مضرصحت پۍ