پاکستان په امریکا کې مېشت د وکیلانو دوه کمپنۍ نیولي دي چې ایران نه د قدرتي ګېس اخیستلو په سر شخړه کې په انټرنېشنل کورټ اف اربېټرېشن یا د ثالثۍ په نړیوال عدالت کې د هېواد نمایندګي وکړي.
د تهران دریځ دی چې اسلام اباد دې د دواړو ملکونو د معاهدې سره سم ایران نه د ګېس اخیستلو دپاره په خپله خاوره نل لیکه (ګېس پایپ لاین) د جوړولو کار پوره کړي او که نوي نو درنه جرمانه دي ادا کړي. د پاکستان دریځ دی چې په ایران نړیوالو بندیزونو دا مسله پېچیده کړې ده.
د کال ۲۰۰۹ د جون په میاشت کې دواړو ګاونډیو ملکونو یوه معاهده دستخط کړه چې ترمخه به ایران د پارس نومې د ګېس مېدان نه پاکستان ته هره ورځ یو بېلین مکعب فټ ګېس ورکوي.
په کال ۲۰۱۱ کې ایران اعلان وکړو چې په خپله خاوره يې د پاکستان د پولې پورې د ۹۰۰ کلومېټره ګېس پایب لاین د جورولو کار کار مکمل کړو.
دوه کاله وروسته د هغه وخت ایراني صدر محمود احمدي نژاد او د پاکستان صدر اصف علي زرداري په ایران کې د اووه بېلین ډالرو مالیت منصوبې پرانيسته وکړه.
په کال ۲۰۱۴ کې پاکستان غوښتنه وکړه چې د منصوبې مېعاد دې لس کاله نور وغځول شي چې دا ډول د کال ۲۰۱۵ نه واخلې د ورځ په حساب یو مېلین ډالر جرمانه د ادا کولو نه ځان وساتي.
د کال ۲۰۲۴ د مارچ په میاشت کې د پاکستان نګران حکومت د ایران د سرحد نه د ساحلي ښار ګوادر پورې د ۸۰ کلومېټر ګېس پایپ لاین د جوړولو منئظوري ورکړه خو کار پې لا نه دي شروع شوی.
د اګست په میاشت کې پاکستاني ميډیا دا خبر وکړو چې په پېرس کې د ثالثۍ عدالت ته د تګ نه وړاندې ایران پاکستان ته اخېرې نوټس ورکړو.
د منځګړيتوب په عدالت کې پاکستان د خپلې دفاع دپاره وېلکي فر اېنډ ګېلاهر او وایټ اېنډ کېس نومې د وکیلانو دوه کمپنۍ نيولي دي. دا خبره په اسلام اباد کې د اټرني جنرل اف پاکستان، مشر سرکاري وکیل (څارنوال) د دفتر سرچينې وایس اف امریکې ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه.
ایران سره د ګېس پایپ لاین په منصوبه کې د ځنډ په سر پاکستان د ۱۸ بېلین ډالر جرمانه د ادا کولو سره مخامخ دی.
د پاکستان د پېټروليم وزیر مصدق ملک تېره میاشت پارلېمنټ ته وویل ایران سره د ګېس پایپ لاین منصوبه پوره کولو په لاره کې نړیوال بندیزونه پراته دي. هغه وویل دا ډېره پېچيده مسله ده چې په کې نړیوالې پابندۍ شاملې دي.
ملک دا رپورټونه هم رد کړل چې پاکستان د ۱۸ بېلین ډالرو جرمانې سره مخامخ دی.
د پاکستاني وزیر د خبرو نه څو ګټنې وړاندې د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېتیو مېلر تهران سره د کاروبار په اړه د واشنګټن خبرداری تکرار کړی و. مېلر په واشنګټن کې د معمول خبري کانفرنس ته وویل امریکا به په ایران لګولي پابندۍ عملي کولو ته دوام ورکوی او هر څوک چې ایران سره تجارتي معاهده کوي پکار ده چې د دې د ممکنه ممضمراتو نه دې خبر وي.
امریکې د ایران د اېټمي او بېلېسټېک مزایلو پروګرام په سر په تهران یو شمېر اقتصادي پابندۍ لګولي دي.
په ځینو وختونو کې پاکستان د دې خبرې اظهار کړی دی چې د امریکې خبرداری به و نه مني خو تراوسه يې په ظاهره داسې څه ګام نه دی پورته کړي.
پاکستان په خپله خاوره د ګېس پایپ لاین جوړولی شي خو ایران نه د ګېس اخیستلو دپاره به امریکې نه په ایران لګول شویو بندیزونو کې استثنا ترلاسه کوي. پاکستان دغه استثنا لا نه ده ترلاسه کړې.