باجوه: هرکار په قامي مفادو کې کوو، حقاني: دا فیصله به اولسي استازي کوي

په یو داسې وخت کې چې د پاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه، بشري ټولنه او فعالین فکر کوي په پاکستان کې اولسي واکمني د پوځ په موټي کې ده د پوځ مشر جنرل قمر باجوه ويلي د هیواد پوځ هر کار د آئین لاندې په قامي مفادو کې کړی دی. په پوځي اکیډمۍ کاکول ایبټ اباد کې جنرل باجوه وویل:

"دښمن په خپل هدف کې د ناکامۍ ورستو د پاکستان په ضد هائبریډ جګړه شورو کړیده”

که څه هم هغه ددغه “هایبریډ دښمن”نوم نه دی اخستی خو د هغه په خیال ددې جنګ هدف قامي مشران دي.

هغه دا هم وویل چې پوځ ته کوم کار سپارل کیږي کوي به یې. جنرل باجوه دا خبرې په داسې حال کې کړي چې په پاکستان کې د ګڼو او لویو سیاسي ګوندونو اتحاد پاکستان ډیمو کریټک الاینس په دې بنیاد د عمران خان د حکومت په ضد تحریک شورو کړی چې واي دا حکومت پوځ په اولس ورتپلی او د اولس نماینده نه دی.

په عیني حال کې په جنوبي ایشا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو ملګری تنظیم ساتھ وايي پاکستان کې ملت پاله او ازاد خیاله فکر کوي چې د عمران خان د وزېراعظم په توګه ټاکل په اصل کې د پوځیانو واک دی.

د ساته پینځمه دوه ورځنۍ غونډه د “اولسي واک، قانون واکمني، او بشري حقونه” سرخط لاندې د نن نه په ان لاین بڼه شوروه شوه،

دتنظیم یو مشر او د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د غونډې پس وي او ای ډیوه ته وویل د قامي مفاد فیصلې د هغې هیواد د اولس نمایندګان کوي، او ددې تعین د باچا د وینا مطابق نه کېږي:

"قامي مفاد به د قام نمایندګان ټاکي، او دا هله ممکن ده چې د اولس واکمني اومنل شي”

هغه وویل چې دوي د اولسي واکمنۍ غوښته کوي او هم په دغه بنیاد ورته غداران وویل کیږي، د حقاني په خیال:

“د هغو دغه سوچ هیواد ته ګټه نه زیان رسوي”

حقاني دا هم وویل چې پخوا هم ددغه شان پوځي سوچ په وجه پاکستان دوه ټوټې شوې او بیا هم داسې کیدی شي:

“په کوم هیواد کې چې یواځې یوه بیانیه په ځای کېږي یا خو هغه کمزوري وي یا یې په ځای کونکي”

د ډیوه ددې تپوس په ځواب کې چې په تاسو د هیواد په ضد د منفي پروپیګنډې تور دی نو ښاغلي حقاني ددې نه انکار کړو چې دوي د هیواد او ددې په ضد غلیمانه پروپیګنډه کوي، د هغه په خیال دوي د هیواد او ادارو سره مینه لري خو د اولسي واکمۍ غوښتنه به تل کوي. هغه وویل په دغه علت:

“د دوي د سوچ مرۍ غلې کولو هسې کېږي خو هم دا وخت دی چې دوي خپل سوچ خلکو ته رسوي”

Your browser doesn’t support HTML5

حقاني دا هم وویل چې پخوا هم ددغه شان پوځي سوچ په وجه پاکستان دوه ټوټې شوې او بیا هم داسې کیدی شي

جنرل باجوه په خپل تقریر کې دا هم وویل چې د پاکستان ائین د پاکستان د پوځ لارښود دی، د هغه په خیال اولس، دستور، او دستوري روایتونه ساتل د پوځ زمواري ده.

د ساتھ مشران دعوا کوي چې د تیرو انتخاباتو ورستو جمهوریت، امریت لور ته روان شوی دی.

غونډې ته سیاست وال او دانشور افراسیاب خټک د اسلام اباد نه په وینا کې وویل:

"د 2018 د انتخاباتو په نتیجه کې پاکستان د نیمګړي اولسي واک نه یو مکمل پوځي واک ته منتقل شو"

ښاغلي خټک وویل دا وخت په پاکستان کې یوه غیر اعلانیه مارشل لا دی. هغه دا هم وویل چې دې وسني نظام ټولې ادارې بربادې کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

پاکستانۍ خبریاله ماروي ماروي سرمد واي پوځ هایبرډ جګړه یواځې دغه خبره ګڼي چې په جرنیلانو څوک تنقید وکړي

په پاکستان کې تحریک انصاف د 2018 انتخاباتو په نتیجه واک تر لاسه کړی دی او وايي په انتخاباتو کې درغلي نه ده شوی. انتخابات د پاکستان تر سیوري لاندې شوي وو او پوځ هم یاد انتخابونه پاک او صاف ګڼي.

په پاکستان کې د پوځ او عمران خان نقادان د جنرل باجوه ددې خبرې سره اتفاق نه کوي چې په د هیواد خلاف د غلیم په لمسه د رسنیو د لارې منفي پروپیګنډه روانه ده.

پاکستانۍ خبریاله او لیکواله ماروي ماروي سرمد واي پوځ هایبرډ جګړه یواځې دغه خبره ګڼي چې په جرنیلانو او د هغو په خپل سره تګ لارو څوک تنقید وکړي. د ماروي په خیال:

“که دوي په دغه تنقید خفه دي نو هغه داسې کارونه دې نه کوي چې بیا پرې تنقید کېږي”

هغې وویل دوي د یوې سوچه جمهوریت غوښتنه کوي او دا د دوي جمهوري حق دی:

“دا کار مونږ د چا په لمسه نه کوو” هغې تپوس وکړو چې دوي باید دغه دښمن په ګوته کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

که دوي په دغه تنقید خفه دي نو هغه داسې کارونه دې نه کوي چې بیا پرې تنقید کېږي

د ساتھ په غونډه کې په امریکه کې دمیشتو سیاسي، اقتصادي او د بشري حقونو د کارپوهانو نه علاوه د پاکستان څخه هم د ساتھ ځیني هم فکره برخه اخلي.