عدالت عمران د ترهگرۍ په مقدمه کې بري کړی دی

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د سرکاري ټیلیویژن پر مرکزي دفتر د برید په قضیه کې د عدالت له خوا بې ګناه ثابت شو. عمران خان ویلي، د عدالت پرېکړه ثابتوي چې هغه ترهګر نه، بلکې صادق و امین دی

عمران خان له هغو څو کسانو څخه دی، چې د تحریک انصاف ګوند له خوا يې په ۲۰۱۴م کال کې په اسلام اباد کې پرله پسې څو ورځې د احتجاج په توګه "درنا" کړې وه او د سرکاري ټیلیویژن پر ودانۍ د برید په شمول په څلورو قضیې کې تورن وو.

خان په تېره دسمبر میاشت کې عدالت ته تللی وو او غوښتل یې چې قضیه یې له ترهګرۍ ضد عدالته سېول عدالت ته ولېږدول شي، خو غوښتنه یې نه وه منل شوې

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د سه شنبې په ورځ د عمران خان له خوا د ضمانت لپاره ورکړل شوی درخواست ومنل شو او هغه ته پر پي ټي وي د برید په شمول په څلورواړو قضیو کې بې ګناه وګرځول شو. دا پرېکړه د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي شاه رخ ارجمند واوروله.

د عدالت تر پرېکړې وروسته عمران خان له رسنیو سره په خبرو کې خوشالي څرګنده کړه او ویې ویل چې دی د قانون "نازولی" دی، ځکه چې وایي تل یې قانون عملي کړی دی:

"د عدالت پرېکړه دا ثابتوي، چې زه ترهګر نه یم، بلکې ریښتینی (صادق) او پاک زړی (امین) یم"

عمران خان د پاناما اسنادو په أساس د عدالت له خوا د کرپشن او درغلۍ په قضیو کې پخواني وزیراعظم نوازشریف ته په په اشارې په ویاړ سره وویل، چې عدالت پر ده په بهرنۍ کمپنۍ کې د شراکت لرلو تورونه ثابت نه کړل:

"نوازشریف د عدالت تر هغو نیمایي تحقیقاتو هم نه شي تېرېدلای، چې زه ورسره مخامخ شوی یم. زما خلاف مقدمې دي، ځکه چې زه هغه [نوازشریف] ته حساب ورکوونکی یم، ما په ژوند کې هیڅ شی هم نه دي غلا کړي"

د مقدمې د اورېدنې په مهال د عمران خان وکیل بابر أعوان عدالت ته وویل، چې د تحریک انصاف د مشر نوم باید له مقدمې و ایستل شي، ځکه چې وایي پولیس چارواکو په هغه بیان کې د ده نوم نه دی لیکلی، چې په ۲۰۱۴م کال کې د تحریک انصاف د اجتجاج کوونکیو له خوا پر ایس.ایس.پي عصمت الله جونیجو او کانسټېبل سجاد احمد باندې برید شوی وو.

خو د حکومت مدافع وکیل د بابر أعوان خبره رد کړه او ویې ویل چې عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري احتجاج کوونکي پارولي وو، چې په نتیجه کې يې هغوی د پي.ټي.وي پر ودانۍ او او پولیسو باندې برید کړی وو.

مدافع وکیل وایي عمران خان هغه وخت تسلیم شو او عدالت ته مخامخ شو، چې د ترهګرۍ ضد عدالت مربوطو چارواکو ته د ده د اثاثو د لاس ته کولو او د ده د نیولو امر جاري کړ.

د تحریک انصاف مشر لومړی ځل په تېر نومبر کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د هغو څلورو مقدمو په لړ کې حاضر شو، چې دی پکې تورن وو.

بل لور ته پخوانی وزیراعظم نوازشریف- چې تېر کال د خپلو اثاثې نه ښودول په أساس له خپلې څوکۍ لرې کړل شو- وایي، چې د ده په اړه د سپریم کورټ پرېکړه له انصاف سره برابره نه وه، بلکې د ده په خلاف دا پرېکړه د انتقام په بنیاد وشوه. نوازشریف وایي، په کومه مقدمه کې چې عدالت دی تورن کړ، چې ګواکې د آیین په رڼا کې صادق او امین نه دی پاتې شوی، خو په همدغه مقدمه کې یې هغه څوک صادق او امین وګرځول، چې په کرپشن کې لاس لري.