په کشمير کې دتاو تریخوالي نه ورستو دهند او پاکستان د ونډو بازارونه غورځیدلي دي

په کشمير کې د تاو تریخوالي سره سم د هند او پاکستان اقتصادي بازارونه نن په 27 فبرورۍ یو شان غورځیدلي دي. خو څېړونکي وايي د وړاندې څخه د مالي مشکلاتو ښکار هیواد پاکستان اقتصاد به تازه جگړه نور پریباسي.

نن پاکستان ويلي دي دوه هندي جنگي جهازونه یې رانسکور کړي دي او یو پایلټ یې ژوندې نیولی دی.

پرون هند دعوا کړې وه د پاکستان په خاوره یې د دښمن مرکزونه تباه کړي دي.

د رایټرز خبري ادارې د خبر تر مخه دواړو ایټمي طاقت لرونکو هېوادونو خپلو هوايي ځواکونو ته د حملو امر کړی دی او په پوله د یو شمېر سیمو څخه په یو بل وړې حملې شوي دي.

په 14 فبرورۍ د هند د ولقې لاندې کشمير په پلوامه سيمه کې په هندي ځواک یو وسله وال گوند بريد کړی وو چې پکې 40 عسکر وژل شوي وو. په پاکستان کې میشت جېش محمد د بريد زمه واري منلې وه. د هند وزیراعظم نريندرا مودي ددغه بريد وروسته پاکستان ته د سخت ځواب دړکه کړې وه

اقتصادي ماهران وايي د دواړو هیوادونو د بازار وضع به لا نوره خرابیږي. په ان لاین بڼه لیدونکي شمېرې ښايي د هند د ونډو بازار کې دیرش فیصده او پاکستاني بازارونو کې تر 1500 نقطو کمی لیدل کیږي.

دا وخت پاکستان د کمیدونکې خارجې زرمبادله له وجې د اقتصادي ستونزو او زیاتېدونکې کرنټ اکاونټ خسارې سره مخ دی.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت په وروستیو کې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو نه قرضې اخستې دي.

پاکستان د نړیوالي مالیاتي ادارې آي ایم ایف نه د قرضې اخستو لپاره هم خبرې اترې کوي خو د رپورټونو تر مخه په پاکستان ته نړیوال په قرضونو ورکولو کې سخت شرطونه لگوي.

څېړونکي وايي باید پاکستان په نړۍ کې خپل مخ روڼ کړي او داسې هله کيدې شي چې حکومت په سخت دريزۍ او د تشدد په لارو چارو قابو ومومي.

د روانې میاشتې په سر کې د نغدو پیسو د کمۍ سره مخامخ پاکستان په قرضونو بیرته واپس کولو کې د مرستې لپاره په بهر هیوادونو کې مېشت پاکستانیانو لپاره د زیارت په ورځ د بانډونو نوی سکیم هم اعلان کړی وو.

د پاکستان د خزانې وزير اسد عمر په خپله یوه ورستۍ مرکه کې ويلي وو په پاکستان د ټیکسونو له امله سرمایه کاران په خلاص مټ خپله پیسه نه لگوي

هغه ویلي وو دا مهال پاکستان کې د کرنټ یا تازه اکاونټ خساره د دوه نیمو څخه 18 اربو ډالرو ته لوړه شوې ده او هیواد د دیوالیه کیدلو څخه ساتلو په خاطر نوی حکومت د نړبوالې مالیاتي ادارې ائ ایم ایف نه پور اخلي تر څو په ستونزو قابو وموندل شي.