قامي اسمبلي به د موقتي وزیراعظم انتخاب د اگست په وړمبۍ نیټه کوي

شاهد خاقان عباسي

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د هیواد لنډمهال وزیراعظم ټاکلو لپاره د اګسټ په لومړۍ نیټه د قامي اسمبلۍ غونډه رابللې ده.

ښاغلي ممنون حسین دا غونډه له هغې وروسته غوښتلې چې د جمعې په ورځ د پاکستان سترې محکمې يا سپریم کورټ نوازشریف نا اهله وباله او د هغه د کورنۍ خلاف یې د اداري فساد په لړ کې د پلټنو امر وکړ.

په عین حال کښې د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ ن پرېکړه کړې چې شهباز شریف د (نواز شریف ورور) به د وزیراعظم د څوکۍ لپاره نامزد وي او تر هغه مهاله چې نوموړی د پارلمان غړیتوب تر لاسه کوي، شاهد خاقان عباسي به د وزیراعظم په توګه کار کوي.

شهباز شریف د دې تر مخه چې د خپل ورور ځای ناستی او صدراعظم شي، باید په ټاکنو کې قامي اسمبلې ته لاره ومومي.

شهباز شریف د پاکستان لوې صوبې پنجاب وزیراعلی دی او د ګرده هیواد نیمایي نه زیات نفوس په همدې صوبه کښې اوسیږي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ، د پلان وزیر احسن اقبال، او د تیلو پخوانې وزیر شاهد خاقان عباسي د نواز شریف د گوند د هغو غړو له ډلې نه دي چې ممکن د نواز شریف پر ځای د صدراعظم په توګه وټاکل شي.