په خېبر پښتونخوا کې سږ کال 305464 ماشومان د پولیو وېکسین نه محرومه پاتې شوي

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز شمېرو ترمخه پېښور کې تر ټولو زيات 63544 ماشومان د پوليو څاڅکو نه محرومه پاتې شوي دي

په خېېبر خېبرپښتونخوا کې د پولیو ضد د کال 2021 په لومړي کېمپېن کې 305464 ماشومانو پولیو نه د بچ کېدو وېکسین یا څاڅکې نه دي اخیستلي.

د مور او پلار د انکار، د سفر او د پولیو کېمپېن په مهال د ماشومانو په کور کې د غېر موجودګۍ په سبب، د چارواکو په وېنا، دغه 305464 ماشومان د پولیسو وېکسین نه محرومه پاتي شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز شمېرو ترمخه پېښور کې تر ټولو زيات 63544 ماشومان د پوليو څاڅکو نه محرومه پاتې شوي دي۔

د خېبرپښتونخوا په 35 ضلعو کې يواځې دري ضلعو صوابۍ، مردان او چارسده کې سل فيصده ماشومان پوليو وايرس پر ضد وېکسين شوي دي۔

د خېبر پښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز اي او سي وينا ترمخه پنځه ورځني پوليو کېمپېن کې 7 ميليونه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو هدف وؤچې پکې 95٪ ماشومان وېکسين شوي دي۔

د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې 92٪ ماشومانو هدف ترلاسه شوی۔ دغه ضلع کې ترټولو زيات 63 زره پنځه سوه څلور څلوېښت ماشومانو ته پولیو قطرې نه دي ملاۇ شوي.

د پېښور شاهين مسلم ټاؤن د پوليو وايرس لپاره ترټولو زياته حساسه سېمه ده او د پوليو قطرو څخه بچ پاتې ماشومانو شمېره هم سېوا ده۔ په دغه بلاک کې کارکؤونکي ډاکټر ميرداد وايي پېښور کې د بيلا بيلو سېمو خلک اوسيږي او پوليو قطرو په اړه يو شمېر منفي فکرونه لري۔

ډاکتر ميرداد وائي "عام خلک وائي پوليو قطرو سره ماشومان د وخت نه وړاندي بلوغت ته رسيږې يا غير اخلاقي څيزونو طرف ته سوچ بوځي۔ مونږ په سېمه کې د پوليو قطرواهميت په اړه د ټولګو په صورت کې غنډي کړي او ډير خلکومو په پوليو قطرو اچولو قانع کړي دي"۔

د خېبر پښتونخواه سر ښار پېښور وروسته سوات په دویم نمبر هغه ضلع ده چې پکې ټولو زیات 38028 ماشومانو ته لا هم پوليو قطری نه دي ورکړی شوی. د سوات مرستیال کمشنر حامد خان وی او ای ډيوه ته ويلي " په سوات کې د انکاري خلکو شمېره کمه ده خو په کورونو کې غېر موجود ماشومان او نورو وجوهاتو له وجې د پولیو وېکسین څخه بچ پاتې شوي ماشومانو شمېره ډیره ده کومه چې د فکر وړ خبره ده".

د پوليو دمخنيوي ادارې شمېرو ترمخه يواځي د خېبرپښتونخوا په ضلع چارسده ،مردان او صوابۍ کې سل فيصده ماشومان د پوليو وايرس پر ضد واکسين شوي دي۔

د مردان ډويژنل کمشنر منتظر خان وي او ای ډيوه ته وايي مردان او صوابۍ ضلعو کې د انتظاميې اعلي چارواکو پخپله د پوليو مهم جاج اخستي او د پوليو قطرو څخه انکاري خلک په پوليو قطرو اچولو قانع کړي دي۔ دوي کوشش کوي چې په راتلونکي کې هم د پوليو مهم کوالټي همدغه شان دوام داره اوساتي۔

کمشنر مردان ډويژن منتظر خان وایي " مونږ ډير په ترتيب سره روستې پوليو مهم وچلولو۔ په مردان ډويژن کې اعلي چارواکو د پوليو مهم نه وړاندي هغه خلکو سره ملاؤ شوي څوک چې پوليو مهم په وخت ستونزي جوړوي۔ مونږ ګورو چې داسې قسمه هلو ځلو له وجې سل فيصده ماشومانو هدف مو ترلاسه کړو"۔

کال 2020م کې پاکستان نه 84 پوليو پېښې رپورټ شوي دي۔

بلوچستان کې تر ټولو زياتې 26 د پوليو وايرس مثبت پيښې رامينځ ته شوي دي۔ د سندھ او خېبر پختونخوا نه 22،22 او پنجاب نه 14 پېښې رپورټ شوي دي۔

پاکستان او افغانستان د نړۍ په مخ دوه هيوادونه دي چرته چې لا هم پوليووايرس شتون لري۔