څېړونکی: په پاکستان کې د رای په ازادۍ حملې دوام لري

د پاکستان پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه. د پوځ ترجمان دا خبره رد کړې چې گنې په مطبوعاتو یې سېنسرشپ یا پابندۍ ورتپلې دي

د جولايي د ٢٥ مې نېټې د انتخاباتو نه وړاندې په خبریالانو او د سوشل میډیا په فعالانو زیاتیدونکو حملو د رای د ازادۍ او د انساني حقونو دفاع کونکي پریشانه کړې دي. په دې الزاماتو کې هم اضافه کیږي چې د اختلاف د چقولو په شا د پوځ لاس دی.

د رای او د صحافت په ازادۍ ورستۍ حمله په لاهور کې د نهې، سه شنبې، په ورځ رامنځته شوه. خبریاله گل بخاري د خپل کور نه د ټېلې وژن په یو پروگرام کې د برخه اخیستلو دپاره روانه وه چې وتښتول شوه او بیا څو گنټې ورسته د شورو، چارشنبې، په ورځ سحر وختي ازاده کړی شوه.

مېرمن بخاري په اخبارونو کې په خپلو مضمونونو او په سوشل میډیا په پوځ د تنقید دپاره شهرت لري.

کور ته د بیرته تگ ورسته ٥٢ کلنې گل بخاري چې د برطانيي شهریت هم لري صحافیانو ته په یو پېغام کې وویل چې روغه جوړه ده خو هغې دا وو نه ویل چې چا تښتولې وه. د هغې په ملاتړ گل بخاري د خبریالانو، سیاستدانانو او د مدني ټولنې کارکونکو شکریه ادا کړه.

هم په لاهور کې په بل خبریال اسد کهرل حمله وشوه. کهرل د بول نومې ټېلې وژن خبریال دی او په حمله کې سخت ژوبل شوی دی.

په اسلام اباد کې د برطانيی سفارتخانې د گل بخاري په تښتول کیدو تشویش څرگند کړو او وې ویل هغې ته به سفارتي مرسته ورکول کیږي.

په سوشل میډیا د گل بخاري په تښتول کیدو سخت تنقید کیدو. په ځینې پوسټونو کې د پوځ په لورې د شک گوته پورته کېده چې گنې د ناقدینو د خاموشه کولو دپاره پوځ دا کار کړی دی.

نه خو د پاکستان پوځ په دغه الزاماتو څه ویلي او نه هم گل بخاري او یا د هغې کورنۍ پوځ ته گوته نیولې ده.

په اسلام اباد کې مېشته د انساني حقونو کارکونکې او د مدنې ټولنې فعالې طاهر عبدالله وي او ای ته وویل "مونږ په صحافیانو او د سوشل میډیا په فعالانو د حملو او د هغوې د تښتولو سخته غندنه کوو. مونږ گڼو چې دا زمونږ ټولو دپاره واضح پېغام دی."

په واشنگټن کې مېشته د جنوبي ایشیا د چارو څېړونکی مایکل کوگلمین د گل بخاري په تښتول کیدو خپله تبصره کې وویل "اختلاف جرم نه (د شهریانو) حق دی."
هغه وویل د "اختلاف په ضد د پاکستان د اقدماتو حد نه معلومیږي."

گل بخاري په ورځپاڼو کې په خپلو مضمونو او په سوشل میډیا به خپلو تبصرو کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف دفاع کړې ده.

د سپریم کورټ په امر د حکومت نه لرې کیدو ورسته نوازشریف او د هغه د گونډ مشران وايي پوځ د هغه د نوازشریف په لرې کیدو کې لاس لري. پوځ دغه خبره ردوي.

صحافي اسدکهرل الزام لگولی چې په هغه حمله د نوازشریف د گوند خلکو کړې چې مخونه یې پټ وو.

خو په ټوېټر خپل پېغام کې د نوازشریف د گوند یو مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر احسن اقبال په اسدکهرل د حملې غندنه وکړه او وې ویل "پکار ده چې د رای د اظهار د ازادۍ تحفظ وشي."

خبریال حامد میر هم په اسد کهرل د حملې غندنه وکړه او وې ویل "د اسدکهرل په بدن زخمونه په پاکستان کې د مطبوعاتو په ازادۍ د زخمونو عکاسي کوي."

په کال ٢٠١۴ م کې په کراچۍ کې په حامد مېر په داسې مهال ډزې شوي وې چې هغه په موټر کې روان و. په حمله کې هغه زخمي شوی و. د حامد میر کورنۍ په هغه د حملې تور د پوځ په استخباراتي ادارې ايي ایس ايی او د ادرې په مشر لگولی و. پوځ دغه تورونه رد کړي وو او په حامد مير د حملې د تحقیقاتو غوښتنه یې کړې وه.

پاکستاني خبریالان او مطبوعاتي ادارې وایي د پوځ د فشار سره مخامخ دي او په ځینو موضوعاتو د خبرونو نه منع کولی شي.

په ورستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران هم گیله کوي چې پاکستاني مطبوعات یې د نامعلومه فشار په وجه خبرونه نه ورکوي.

د صحافت د ازادۍ نړیوال تنظیم رېپورټر ود اوټ بارډرز یا بې پولې خبریالان وايي په پاکستان کې خبریالان د پوځ او د تندلارو ډلو د فشار سره مخامخ دي.

اداره په خپله ویب پاڼه وايي "دا گڼل کیږي چې پاکستاني مطبوعات د ایشیا تر فعاله مطبوعاتو کې شامل دي خو سخت دریځه ډلې، اسلامي تنظیمونه او ویرونکو استخباراتي ادارې دوی په هدف کوي. دا ټول (عناصر) د مطبوعاتو په ازادۍ د یرغل کونکو په فهرست کې شامل دي."

د پوځ ترجمان دا خبره رد کړې چې گنې په مطبوعاتو یې سېنسرشپ یا پابندۍ ورتپلې دي.

د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور باجوه دا هفته یوې خبرې غونډې ته وویل ايي ایس ایي په سوشل میډیا د هغو اکاونټونو څارنه کوي چې د هغه په وینا د پوځ او د ايي ايس خلاف تبلیغات یا پروپېگېنډه کوي.

د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېک د جنرل غفور د وینا غندنه وکړه او غوښتنه یې وکړه کې هغه دې په خپلو خبرو بخښنه وغواړي.

د سي پي جی یو چارواکي سټېون بټلر وویل د جنرل غفور وینا د خبریالانو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړې دي. "د هغه صحافیانو تصویرونه ښودل چې د پاکستان خلاف د پروپېگېنډې الزام دې پرې، داسې ده لکه چې د هغوي په ملاگانو د هدف نښان ولگول شي."