دشمالي وزیرستان په پېښه د پاکستاني مطبوعاتو کردار یو اړخیر او شرمناک دی: غبرگون

د پاکستان ځيني سیاسي مشرانو او خبریالانو د شمالي وزیرستان په پېښه د پاکستاني مطبوعاتو کردار یو اړخیر او شرمناک بللی دی. په ټولنيزو رسنیو د پاکستان په میډیا په ټکونو کې ويلي شوي دي چې مطبوعات د شمالي وزیرستان د پېښې خبرونه داسې ورکوي لکه په 1971 کې یې چې د هند نه د بایلونکې جگړې په وخت ورکول.

په 1971 کې د پاکستان د 70000 نه زیات پوځ د هند پوځ ته سلامي شوې وو، پاکستان جگړه بایللې وه خو اخبارونو لیکل تر بري پورې به جگړه روانه وي.

د پښتون ژغورنې مشرانو وي او ای ډیوه ته ويلي دي په شمالي وزیرستان خړکمر سیمه کې په یوه چیک پوسته د پاکستان پوځ په بې وسلې مظاهرچیانو ډزې کړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ درې غړي یې وژلي او تر دیرشو یې ژوبل کړي خو دپاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې دپي‌ ټي‌ ایم اؤ پوځ ترمنیځ دشوې نښتې پړه په پي ټي ایم ور اړولې ده.

د پاکستان په مطبوعاتو کې دا وخت یواځې د پوځ دریځ لیدل کیږي او په پي ټي ایم تنقید کیږي چې په پوځ یې حمله وکړه. د میډیا دغه چلند ته سیاسي مشرانو او خبریالانو په ټولنيزو رسنیو غبرگون ښودلې دی.

د عوامي نیشنل گوند د مشر اسفندیار ولي خان د ټویټر اکاونټ نه ویل شوي دي چې په پوره پېښه کې میډیا ډېر منفي رول ولوبولو، هغه تپوس کړی دی د تصویر بل اړخ ښودلو ته تاسو څوک نه پریږدي؟

خبریال عمر چيمه ليکلي دي "دنن میډیا کوریج د 1971 نه څومره بدل دی؟"

یو بل خبریال احمد نوراني ليکلي دي

بدلیدونکې تگ لارې، غریبه میډیا او د هغې تش په نوم مدیران- وړومبې یې وویل چې دا خبر مه ورکوئ چې په احتجاج کونکو په ډزو کې درې کسان وژل شوي بلکې داسې خبر ورکړئ چې درې حمله کونکي وژل شوي، په دې عمل وشو، بیا بل حکم وشو چې دغه خبر هډو خپروئ مه چې درې مظاهره چیان وژل شوي دي او وس دغه خبر نه ورکول کیږي.

د سویلي ایشیا د خبریالانو د سازمان سېپما ستر سيکتر امتیاز عالم په ټویټر لیکلي دي

په ټوله میډیا سنسر شپ د شرم خبره ده، که موبایل او انټر نیټ بند وي نو څنگه به معلومیږي چې په شمالي وزیرستان کې څه روان دي؟

ټولنيزې فعالې ماروي سرمد ليکلي دي په کوم ډول چې د پاکستان میډیا د امنيتي ادارو په پرامنه خلقو د حملې خبرونه خپاره کړل په اینده کې به د پاکستان په مطبوعاتو څوک یقين وکړي؟

په پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانگې استاد ډاکټر فیض الله جان په فیس بک ليکلي دي، داسې بریښي د ټولو ټي وي چینلونو د خبرونو مرکزي دفتر یو دی .