په کال ١٩٧١ کې د هغى وخت په مشرقي پاکستان کې پوځي عمليات د کورنى جګړى او بيا د هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د ديارلس ورځو د جګړې وروسته د پاکستان تر ٩٣ زره پوځيان هندي پوځ ته تسليم شول.
د دې نه وړاندى په مشرقي پاکستان کې د عوامي ليګ ګوند مشر شيخ مجيب الرحمن د صوباي خپلواکۍ لپاره د خپلو شپږو غوښتنو په حق کې تحريک پىل کړى و.
١٩٧٠ انتخابات کى په مشرقي پاکستان کى عوامي ليګ ته واضح اکثريت تر لاسه کيدو باجود د هغى وخت پوځي امر جرنل يحي خان عوامي ليګ ته د اقتدار سپارلو پرځاى دغلته د پوځي عملياتو حکم جارى کړى و.
د بشري حقونو فعال او د صحافت استاد او مورخ ډاکټر مهدي حسن وايي پاکستان د جمهوري مبارزې د لارې جوړ شوی وو خو بنګليان بيا پوهه شول چى د پاکستان طاقتوره پوځ دوي ته حقونو ورکولو پرځاى دوی غلام ساتل غواړى ځکه ېې د پاکستان نه د بېلېدو پريکړه وکړه.
مهدى حسن وي او ای ډيوه ته وویل د پاکستان پوځ چې يکې زياتره پنجابيان دي مشرقي پاکستان به ېې لکه د پوځي کالونۍ ساتلو بنګاليانو ته به ېې سپک کتل او د پوځ او په نورو دفاعي ادارو کې د نوکرو نه به محرومه ساتل کېدل.
کال ١٩٧٠ انتخابات کى په مغربي پاکستان کى زياتره چوکى پيپلز ګود ترلاسه کړى وې خو ٤٠ غړى د نورو ګوندونو په ټکټ د پارليمان غړى منتخب شوى وو
مهدي حسن دغه غړو په کردار هم ټکونه کوي چى دوي هم د شيخ مجيب د غوښتنو ملاتړ نه ډډه کړې وه
د پاکستان ماتيدو او د بنګله دېش د جوړیدو د پلټنو لپاره حمود الرحمن کميشن په خپل رپورټ کې د دى پړه د هغې وخت پوځي قيادت او استخباراتي ادارى آي اپس باندى اچولى ده
د پېښور په پوهنتون کې د نړيوالو چارو څانګې مشر او څيړونکى ډاکټر حسين شهيد سهروردي د حمود الرحمان کمېشن رپورټ کې په ګوته کړى شوى کردارونو په ضد کاروايى نه کيدل بد بختى بولي.
هغه وى او ای ډيوه ته وویل غوره به دا وه چې رپپورټ کې ذمه وار ټاکل شوي تنانو په ضد د هغوي په ژوند اقدامات شوی وی.
دا وخت هم بنګله ديش کې د شېخ مجيب الرحمن د لور حسينه واجد حکومت دى او هغې په کال ١٩٧١ کى د بنګاليانو د وژنى په سر دهغى وخت پاکستاني پوځ سره د ملاتړ په تور د بنګله ديش جماعت اسلامي يو شمېر مهم غړو ته د تيزندۍ سزاګانې ورکړې دي.
دې ته په غبرګون کې د پاکستان حکومت بنګله ديش څخه غوښتنه کړې چې د سختودسزاګانو نه دې ډډه وکړي او د نرمۍ نه دې کار واخلي.
په کال ٢٠٠٢ کى د هغى وخت د پاکستان پوځي امر پرويز مشرف د بنګله ديش سفر په وخت کال ١٩٧١ کې د پوځي عمليات په مهال د بشري حقونو د سرغړونو په پيښو بخښنه غوښتى وه.
په پاکستان کې د وړو قومونو سیاسي مشران وايي د مشرقي پاکستان په بنګله دېش کې د بدلېدلو یو سبب په وړو قومونو کې د محرومۍ احساس، په قامي معاملو کې د دوی غږ ته پام نه کول او د ملک په سیاسي فېصلو د پوځ اثر انداز کېدل هم دي.
په موجوده وخت کې د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالف ګوندونو اتحاد پاکستان ډېموکرېټک مومنټ د عمران خان د لرې کېدو او په سیاست کې پوځ مبینه مداخلت په ضد احتجاجي تحریک شروع کړی دی.
هم دغه ډول پشتون تحفظ مومنټ یا پي ټي اېم او بلوچ ډلې هم د پاکستان په پوځ په قبايلي ضلعو او بلوچستان کې د بشري حقونو د سرغړونو تور لګوي خو پوځ دا تورونه بى ځايه بولي.