د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پي ټي اېم فعال غړی هم دی وايي، د اسمبلۍ د بهرنیو چارو له کمېټې نه دده نوم لېرې کړای شوی دی.
محسن داوړ په خپل ټوېټر باندې لیکلي دي، چې د قامي اسمبلۍ مشر د "خلایي مخلوق" په امر د هغه نوم له یادې کمېټې نه لېرې کړی دی.
له خلايي مخلوق څخه د هغه اشاره د پاکستان پوځ یا استخباراتی ادارو ته ده. پوځ او نه هم د قامي اسمبلۍ سپیکر د محسن داوړ دعوې ته څه ځواب نه دی ویلی.
محسن داوړ چې د شمالي وزیرستان څخه قامي اسمبلۍ ته منتخب شوی دی په ټوېټر یې پوځ ته مخاطب کولو وویل "تاسو مونږ له کميټو څخه لېرې کولای شئ خو د خلکو له زړونو څخه مو نه شئ لېرې کولای."
Speaker National Assembly on behest of Khalai Makhloq has removed my name from Standing Committee of NA for FOREIGN AFFAIRS. Keep stooping down guys, You can remove us from Committees but not from the hearts of our people. We will keep screwing you with our truth.#Sharamnak pic.twitter.com/H1C9MbvLOZ
— Mohsin Dawar (@mjdawar) February 25, 2019
د پښتون ژغورنې غرځنګ مرکزې لېډر او د ملې اسمبلې غړې محسن داوړ دا هېواد په پوځ باندې دا د پارلېمانې کردار په لاره کښې دا خنډان اچولو تورونه لګولې دې.
د قامي اسمبلۍ سپېکر د محسن داوړ پر ځاې د واکمن تحریک انصاف ګوند ګوند غړې فضل خان نوم د خارجه چارو په کمېټۍ کې د شاملولو امر جارې کړی دی.
محسن داوړ ډېوه رېډېو ته وویل چې د خپلې خوښې یو یا دوه کمېټېانو غړې جوړېدل د هر یو غړې حق وي او ده او د جنوبي وزیرستان څخه د پي ټي اېم بل غړی علي وزیر په دې اړه د کورنیو او باندېنیو چارو او بشرې حقونو کمېټۍ غوره کړې وې خو ده بده مرغه دوې دغه مهم کمېټېانو د غړېتوب نه محرومه ساتل شوې دي.
محسن داوړ زېاته کړه چې پوځې استخباراتې ادارې دا نه غواړې چې د باندېنو چارو کمېټې غونډو کښې څوک هم دا رېاست خارجه تګلارې سره تړلې بېانېه باندې نېوکې وکړي.
بلخواه د ملې اسمبلې د باندېنیو چارو کمېټۍ مشر د محسن داوړ نوم لرې کوولو د پرېکړې نه لا علمې څرګنده کړه.
د واکمن تحرېک انصاف ګوند د ملې اسمبلې غړي احسان الله ټوانه ډېوه ته وویل چې محسن داوړ د دوی د کمېټې یو قابل غړې و خو که چېرې د اسمبلې سپېکر د خپل اختېارات د لاندې هغه بلې کمېټې ته اړولې وې نو دی څه نه شې وېلی.
دا په داسې حال کې چې پاکستان کښې د وړاندې نه د کنټرول ډېموکرېسې ېا داسې نظام خبرې کېږې چې ګنې پارلېمان او نورې جمهورې ادارې دا طاقتوره پوځ په اشارو چلېږي. خو د پاکستان پوځ او عدلېه ملکې سېاسې چارو کښې د ککړتېا تورونه ردوي.
پارلېمانې جمهورې نظام کښې د هر وزارت سره تړلې اړونده کمېټېانې مهم کردار لوبوي او هر ېوه قانونې مسوده پالېمان ته وړاندې کوولو نه مخکې قاېمه کمېټې نه د منظورۍ لپاره لېږل کیږي.