پیپلز پارټي: د پوځ او عدلیه د احتساب واک دې هم نېب ته ورکړی شي

پاکستان کې د احتساب د ملي ادارې لخوا د حکومت مخالفو سیاستمدارانو پر ضد د کارواېو پر سر د هېواد سېاسې ماحول تاوجن شوی دې او حکومت مخالفه پېپلز ګوند د پوځ او عدليه د احتساب واک هم نېب ته د سپارلو غوښنته کړې ده.

دا په داسې حال چې مخالفه ګوندونه د احتساب په اداره او حکومت باندې د احتساب په نوم مخالفو سیاستمدارانو په ضد د انتقامي ګامونو تورونه لګوي خو د قانون مرکزي وزیر د احتساب په قانون کې د بدلون په اړه د مخالفه ګوندونو سره د تماس پخلی کوي.

د انګرېزي ژبې ورځپاڼه "اېکسپریس ټرېبېون" د مرکزي وزیر فروغ نسیم له قوله وايي چې په دې اړه به د حکومت او مخالفه ګوندونو ترمېنځ روانه اونۍ کې رسمي خبرې کيږي، خو هغه په ګوته کړې چې د پوځ یا عدلیه احتساب واک نېب ته ورکولو باندې غور نه کیږي.

خو اېکسپریس ټرېبېون د مخالفه پیپلز ګوند د یو مرکزي لیډر له قوله وايي چې حکومت د دوی د هغې سپارښتنې له منلو نه انکار کړی چې پوځ او عدلیه دې هم د احتساب قانون په چوکاټ کې راوستلې شي.

د گل/دوشنبې په ورځ لاهور کې د مېډېا سره خبرو کې د پیپلز ګوند د پنجاب صوبې مشر قمر زمان کاېره وویل هغه مني چې په سیاستمدارانو کې به وران خلق وي، خو هغه پښتلي چې د هېواد هغه کومه اداره ده چې ځان د فرښتو څېر پاک نه گڼي.

قمر زمان ویلي چې د پوځي آمریت په دور کې پاکستان مات شو او د بل آمر په واکمنۍ کې هېواد په معاشې توګه د تباهې سره مخ شو.

خو د دغه طاقتوره ادارو د مشرانو نه چا تپوس ونکړاې شو او یواځې له سیاستمدارانو سره د هغوي د کړو وړو حساب کیږي.

نوموړي د هېواد په سیاسې او انتظامي چارو کې د طاقتوره ادارو لاس وهنې ته اشاره کې ویلي چې سیاستمداران دې خپل کار ته پرېښودلې شې او نورو ادارو ته د دستوري چوکاټ دننه خپل ټاکل شوي مسوليتونه سر ته رسول پکار دي.

هم تېره ورځ د پېپلز ګوند شرېک چېرمېن آصف زرداري د طاقتوره ادارو مشرانو ته اشاره کې ویلې وو چې دوی د دریو کلونو لپاره راځي، خو دا سیاستمداران وي چې تل د اولس استازيتوب او خدمت کوي.

بل خوا د احتساب ملي اداره او مرکزي حکومت د احتساب په اړه د مخالفه ګوندونو تورونه ردوي او دریځ خپلوي چې پيپلز ګوند او مسلم لیګ نواز د خپلو مالي درغلیو نه پام اړولو لپاره بې ځایه په ملکې ادارو پسې راخیستې ده.

وړاندې نه د احتساب ادارې سرکاري خزانې کې د غبن په تور ملي اسمبلي کې د مخالفه ډلو مشر شهباز شرېف نیولې او د پلټنو مرکزي اداره اېف آی اې د بل حکومت مخالفه سیاستمدار آصف زرداري په ضد هم پلټنې پیل کړي دي.

که څه هم د احتساب ادارې د پوځ د پخوانيو چارواکو په ضد کاروايي کړي خو نېب د پوځ کوم ېو حاضر سروس چارواکي باندې لاس نه دې اچولی او نه اداره د عدلیه د قاضیانو په ضد کاروایي کولې شي.