اسلام آباد هايي کورټ د نوازشریف اپېل د اوریدنې دپاره منظور کړی

نوازشریف

د اسلام آباد هايي کورټ د مالي درغلیو په یوه بله مقدمه کې د اوو نورو کلونو د بند سزا سره مخامخ د پخواني وزیراعظم نواز شریف اپېل په ترجیحي بنیاد د اوریدو خواست منظور کړی دی.

د پاکستان سرکاري مېډېا د هاې کورټ د پرېکړې پخلی کړی دی او وايي چې د هايي کورټ دوه کسېزه بېنچ یا ډلې د العزیزیه نومې مقدمه کې نواز شریف ته د اورول شوې سزا خلاف د هغه اپېل په بېړنۍ توگه د اورولو امر کړی دی.

تېر کال د جولاې مېاشت کښې هم د احتساب عدالت د مالې درغلېو په ېوه اېون فېلډ نومې مقدمه کښې نواز شرېف ته د ١٠ کاله قېد سزا اوررولې وه خو بیا د اسلام اباد هاي کورټ په امر په ضمانت خوشې کړی شو.

دا په داسې وخت چې پاکستان کښې د حکومت مخالفه ګوندونه په مرکزې حکومت د احتساب په ملي ادارې ښکاره او د هېواد طاقتوره ادارو ته په اشاره کښې د احتساب په معامله د خپل پردي کوولو تورونه لګوي.

هم د نواز شرېف مسلم لېګ نواز ګوند مرکزې لېډر خواجه سعد رفېق په لاهور کښې دمېډېا سره خبرو په وخت د نهې، سه شنبې، په ورځ ېو ځلې بیا د هېواد طقتوره ادارو ته په اشاره کښې دا تورونه تکرار کړل.

سعد رفېق وویل چې د پاکستان د جوړېدلو لومړۍ ورځې نه تراوسه چې کوم سېاستمدار د جمهوري نظام د ملاتړ او یا د جمهوریت غوښتنه کړې نو د جېل د تورو تنبو په شا اچول شوي.

خواجه سعد رفېق زېاته کړه چې هغه ښه خبر دې چې د جمهورېت د دفاع کوولو به ورته سزا ورکړی کېږي خو دوی قربانېو ته چمتو دي.

د هېواد بل لوې حکومت مخالفه پېپلز ګوند هم د احتساب ملې ادارې او په حکومت په ګډه د احتساب په نوم د مخالفه سېاستمدانانو د زوروولو تورونه لګوې خو حکومت او د احتساب اداره دا ردوې.

د نېب مشر جاوېد اقبال د څه توپېر نه بغېر کارواېو پخلې کوي دغه څېر د پاکستان اعلې عدلېه او پوځ وخت په وخت د هېواد په کورنېوچارو کښې د لاس وهنې تورونه ردوي.