مدني ټولنو او سیاستوالو په پاکستان کې د انجیوز په بندیدو اندېښنه ښودلې ده

په پاکستان کې د مدني ټولنو مشرانو او سیاستوالو په غیر دولتي خیریه ادارو یا انجیوګانو باندې د حکومت لخوا په لګول شوي بندیز باندې اندېښنه ښودلې.

د بشري حقونو وتلې فعالې حنا جيلاني په اسلام آباد کې يوې خبري غنډې ته د وينا پر وخت په حکومت باندې غږ وکړ چې په سمدستي ډول دې پدې اړه خپلې غوره کړې تګ لارې ته بيا د سره کتنه وکړي.

حنا وايي مونږ هم پدې مسله کې يو لوری يو او حکومت چې د ملکي او نړيوالو غير دولتي سازمانونو په اړه کومه تګ لاره يا قانون جوړوي بايد چې زمونږ سره پرې مشوره وکړي.

د غيردولتي سازمانونو د مشرانو او غړو سره پدغه خبري غنډه کې ناست د عوامي نيشنل ګوند مرکزي غړي افرا سياب خټک وویل غير دولتي سازمانونه يو نړيوال حقيقت دې او په نړيوالو قانونو کې هم منل شوي دي.

ښاغلي افرا سياب خټک وويل، په يو داسې هېواد کې چېرته چې خود سره غيردولتي عناصر په ښکاره ګرځي، فنډونه ورته راځي او د ملک او ګاونډي هېوادونو پرضد جنګيږي نو په هغو حکومت ځان غلې کړې او بل اړخ ته هغه قانوني تنظيمونه چې د تعليم ، صحت او ټولنیز انصاف په برخه کې کار کوي د هغوي سره د حکومت په چلند کې توپیر د اندېښنې وړ دی.

خبري ناسته کې موجود د پيپلز ګوند سنيټر فرحت الله بابر په خپلې وینا کې وویل، پاکستان يو سيکورټي رياست دې او هر څيز ته هم د سيکورټې په چشمو ګوري او دا مهال د انجیوګانو په وړاندې ګامونه هم په همدې بنسټ اخیستل شویدي.

بابر وړاندې وویل، هغه انجیوګانې چې د رياست د برخې کارونه کوي رياست هغه زغمي او تر دې چې لا قانونه توند لاري جنګياليو تنظيمونو ته هم د کار اجازه ورکوي ولې هغه غيردولتي سازمانونه چې دلته د خلکو، جمهوريت او ټولنې په برخه کې کار کوي پرې بنديزونه لګول کیږي چې بايد په دې پارلمان کې بحث وشي او که ضرورت وي قانون دې ورته هم له پارلمان څخه پاس شي.

اسلام آباد کې د غيردولتي څيړنيز ادارې ايس ډي پي اي ډايريکټر عبدالقيوم سلهري وويل رياست دې د نړيوال انجیوګانو په اړه د لارښودنې اصول جوړ کړي خو بغير د کوم دلیل نه په دوي بنديز لګول غيرقانوني دي.

هغه د نړيوال غير دولتي سازمانونو د کار په اړه د حکومتي تګلارې په اړه انديښنه وښوده او زياته یې کړه که حکومت د بشري حقونو د خير ښيګړې سازمانونه ددې ګام له لارې يو اړخ ته کوي نو بيا چا ته ځاې پيدا کوي ايا پداسې کولو سره حکومت د فلاح اسانيت فاونډيشن پشان تندرويه لاقانونه ډلو ځاې جوړوي.